<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-22 19:48:43    
د موپلې غوښه

cri

موپلې يو ډول وچه ميوه ده چه د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې پيدا کيږي او د انسان د روغتيا له پاره ډير ګتوره ميوه ده ٠ د موپلي غو ښه يو ډير خوندور خوراک دي او جوړونه يي هم مشکله نه ده ٠ لومړي د غوا پسته او نرمه غوښه راواخلي او د لږ څه پر يړو اوږد تارونو په اندازه يي پري کړۍ، بيا د چړۍ په پڅ طرف د غوښې هره ټوټه ورو ورو ووهي چه ډيره نرمه شي ، مګر ګورۍ چه پري نه شي ٠ بيا لږ څه سپين مرچ او مالګه ، لږ وړه او نورې مساله ور باندې وشيندي ، بيا يي د هګۍ په زيړو کې غوټه کړۍ او په پاي کې ميده شوي موپلي ور باندې هم وشيندي ، بيا يي په لاس برابره کړۍ ، ور پسي دغه تياره شوي غوښه په سرو شويو غوړو کې واچوي ، که غوښه زيړه رنګه شي ، نو دغه خوراک جوړ شوي دي ٠ د دغه خوراک خصوصيت دا دي چه نه يوازي رنګ يي ښکلي بلکه ډير خوند ور هم دي ٠ يو بل خوراک چه جوړونه يي ډيره ساده ده ، هم د موپلي څخه جوړ شوي دي چه نوم يي دي د سرکه موپلې او جوړونه يي په دي ډول دي ٠ ددوو تنو په حساب دري يا څلور ګرمه موپلي چه پوستکي ور سره وي ، په سرو شويو غوړو کې واچوي ، خو بيا په عين وخت کې اور دي کمزور کړۍ او موپلي په غوړي کې ولړۍ ، د د چو دقيقو نه وروسته چه موپلي رنګ ژيړ شي او خوش بوي راپيدا شي او موپلي پخي شي ، بيا له غوړي څخه يي راوباسي او په يو بشقاب کې واچوي ، کله چي موپلي يخ شي بيا برا بره سرکه پکي واچوي ، بيا دغه خوراک تيار شوي دي ٠ دغه خوراک نه يوازي ډير خوندور دي بلکه درملي رول هم لري چه دغه خوراک نه يوازي د لوړ فشار ناروغانو له پاره ګټور دي بلکه د ويني چرب هم کمولي شي ٠