<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-23 18:11:43    
په چين کې د بي وزلو خلکو سره د مرستې ورکولو په هکله ټولنيز رول

cri

په ٢٠٠٣ کال کې د شمال لويديځ چين د جي لين ولايت په څان چون ښار کې د بي وزلو خلکو سره د مرستې په هدف د لومړني سيوپ ماکيټ چه د لمري وړانګي ماکيټ په توګه نومول شوي ، جوړ شو ٠ تر اوسه پوري څه د پاسه يو کال تير شوي دي ٠ په دي سيوپ ماکيټ کې د بيلابيلو محافلو د ولسونو له خوا د بسپنې په توګه برابر شوي جامې او نور ډول ډول ورځني شيان ايښودل شوي دي ٠ اړوند بي وزلي خلک د يو ډول خاص تيکيټ په واسظه چه د اړوندې څانګې له خوا ويشل شوي ، د اړتيا وړ شيان اخلي ٠ اوس په نوموړي ولايت کې دغه ډول سيوپ ماکيټ دوو سوو نوي ته رسيدلي دي چه په جلا جلا توګه يي په بيلا بيلو اوسيدونکي سيمه کې پروت دي ٠ د اړوندې احصايي له مخې د نوموړي ماکيټونو د جوړيدو نه راهيسي د ولايت له خوا اته لکه اويا زره بيلا بيل ورځني سامان لات راغونډ شوي او د لمري وړانګې په نامه بيلا بيلو ماکيټونو ته نژدي دري زره شيان ويشل شوي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې په چين کې د بي وزلو خلکو سره د مرستو په هکله مخ په زياتيدونکي کارونه د ټولنيزو قواوو له خوا په غاړه دي ٠

د لمري وړانګې د ماکيټ جوړيدل دحکومت د اړوندې مرستندوي کار سره توپير لري چه په دي هکله کې په عمده توګه له شتمنو کورونو څخه اضافه بست شوي ورځني شيان او د بيلا بيلو محافقو له خوا برابرشوي پيسې راغونډې شي او بي وزلي خلک يا په وړيا يا د خاص تيکيټ په واسطه له نوموړو ماکيټونو نه ضروري شيان واخلي ٠ له دې لاې تر يوې اندازې پوري د بي وزلو خلکو د ژوندانه د لګشتونو کمبود پوره شي ٠ له دغه مرستندوي شکل څخه څرګنده شوې چه د چين د بيلا بيلو درجوحکومتونه د ملکي خيريي او مرستندوي چارو د پراختيا له پاره کوشش کوي ٠

د اړوندې څاندې د معلوماتو له مخې د جي لين ولايت د لمري وړانګې دسيوپ ماکيټ په شان دغسي ماکيټونه د چين د ليان نين ، جه جيان و ولايتونو ، د شين جن ښار او نورو ځايونو کې په جلا جلا توګه د مينې نه د ډګ زړه ، د خيريه په نامه داسي نور بيلا بيل نوموړي ماکيټونه هم جوړ شوي دي ٠ بسپنې ورکونکو ته د اسانتياوي د ببرابرولو له پاره د څان چون ښار په بيلا بيلو اوسيدونکې سيمه کې په جلا جلا توګه د بسپنې راغونډولو مرکز جوړ شوي دي ٠ د نوموړي ښار اړوندې کارکونکې ميرمن وانګ تونګ مي وويل چه د لمري وړانګو د ماکيټ د جوړيدو نه راهيسي بسپنې ورکونکي مخ په زياتيدو دي ، دهغې په نظر د نوموړي قعاليتونو له لارې له يوي خوا د حکومت مالي فشار کم شوي ، له بلې خوا د خلکو ترمنځ احساسات هم نژدي او څور شوي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې په چين کې د بي وزلو خلکو سره د مرستې ورکولو په هکله د غير حکومتي سازمانونو اغيزه او رول ورځ په ورځ زيا ت شوي دي ٠ لکه د ماشومانو سره د مرستو په هکله د هيلې په نامه پروګرام ، د غريبو سيمو د پرمختيا په غرض د شخصي صنعت ګرانو له خوا رامنځ ته شوي د تشعش فعاليت ، د غريبو بزګرانو سره د مرستو په هکله د ځوانو داوطلياتو فعاليت او داسي نور ټول په تولنه کې تاوده عس العمالونه رامنځ ته کړي دي ٠

که څه هم د لويديځې نړۍ د ځينو پرمختللو هيوادونو په نسبت چه د خيريه چارې يي څه د پاسه سل تاريخ لري ، د چين د خيريه چاري لا هم په ابتدايي مرحله کې دي ، مګر په وروستيو لسو کالو کې د چين د خيريه موسسې څه د پاسه سلو ته رسيدلي دي او راغونډ شوي پيسې يي د لومړنيو وختونو له لسو مليونو ژن مين بي يوانو نه اوس څه د پاسه پنځو سوو مليونو ژن مين بي يوانو ته زيات شوي دي او د لسو ګونو مليونو خلکو له دي څخه ګټې اخيستي دي ٠