د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د پاکستان د خارجه چارو د وزارت نطاق مسعود خان د فبرورۍ په ٢٣ نيټه دا خبر رد کړ کوم چه وايی پاکستان د د ملګرو ملتو د امنيتی شورا د دائمی غړو هيوادونو په صف کښی د جاپان له شامليدو څخه ملاتړ کوی٠
د فرانسې د مطبوعاتی اژانس د خبر له مخی ، په جاپان کښی د پاکستان لوی سفير کا مران نياز په ٢٢ نيټه وويل چه د پاکستان خارجه وزير خورشيد محمود قصوری جاپان ته د مسافرت په بهير کښی دا څرګنده کړه چه پاکستان د ملګرو ملتو د امنيتی شورا د دائمی غړو هيوادونو په صف کښی د جاپان له شامليدو څخه ملاتړ کوی ، خو په دی برخه کی د هند د کوششونو په مقابل کښی خپل نظر خوندی ساتی ٠
نطاق مسعود خان د پاکستان له خبريالانو سره د مرکې په بهير کښی وويل چه د ده په نظر خارجی اژانس په غلطه توګه د کامران نياز خبرې خپرې کړيدی٠ هغه وويل چه پاکستان تل دا نظر لری چه د ملګرو ملتو د امنيتی شورا د دائمی غړو هيوادونو د شمير زياتيدل به نوی واکمن مرکز رامنځ ته کړی ، د ملګرو ملتو اصلاحات بايد د عادلانه، معقولو او ديموکراتيکو اصولو پر اساس ولاړ وی ٠