<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-23 19:38:43    
د نان جينګ ښار معلمان د خپل جشن نمانځنه کوی

cri

هر کال د سپټمبر لسمه نيټه د چين دمعلمانو له جشن سره مصادفه ده . د روان کال په دی ورځ کښی د نان جين د جين لين منځنی ښوونځی معلمه دين جين سهار وختی کتاب پلورنځی ته لاړه او د خپل تبتی زوی دپاره يی د نهم ټولګی لارښوونکی درسی کتابونه واخيستل . دمعلمی دين جين په شان دجين لين د منځنی ښوونځی نورو معلمانو چه د دوبنی رخصتۍ په موده کښی دتعلمی چارو دملاتړکولو دپاره تبت ته تللی ، هم بی له سلا مشوری نه په دی خاصه ورځ کښی خپلوالی احساسات او دوستۍ تبتی اولادونو او معلمانو ته څرګنده کړه .

دين جين يوه معمولی ځوانه معلمه ده . دروان کال دجولای په مياشت کښی هغه د تبت له تعليمی چارو سره دمرسته کولو په غرض دمعلمانو په داوطلبانه هيات کښی چه د نان جين د ښاروالی له خواجوړ شوی شامله شوه او دتبت موځوګونکا ولسوالۍ ته ورغله او محلی معلمانو ته يی عصری درسی ميتود او اداری تجربی وروښودلی . د يوی مياشتی په لنډه موده کښی معلمه دين جين او نورو څه دپاسه لسو تنو داوطلبانه معلمانو د موځوګونکا ولسوالی د منځنی ښوونځی له معلمانو او

زده کوونکو سره ژوره دوستۍ ټينګه کړی او خوږه او ژوره خاطره ور ته پريښودله شوی ده .دوی له محلی معلمانو سره دمرسته کولو په عين حال کښی هر يوه د منځنی ښوونځی يو تبتی هلک يا يوه نجلۍ د خپل زوی يا لور په حيث منلی ده . د معلمی دين جين تبتی زوی څژنيانځو نوميږی .څرنګه چه له تبت نه نان جين ښار ته

دستنيدو نه وروسته دين جين هره ورځ په کار بوخته وه او له څژنيانځو سره تماس نيول هم مشکل دی ، نو هميشه يی ناراحتی احساسه کړه او په پای کی يی فيصله وکړه چه د معلمانو د جشن په ورځ کښی خپل تبتی زوی ته خپل محبت او مينه څرګنده کړی .هغی د جشن له فضا نه په ډک کتاب پلورنځی کښی د څژنيانځو دپاره چه ژر به په نهم ټولګی کښی داخل شی ، يو تمام سيټ لارښوونکی درسی کتابونه واخيستل .هغی وويل چه څژنځويان په درس لوستلو کښی کوشش کوی ، خو ځينی لارښوونکی درسی کتابونه په تبت کښی نه شی اخيستل کيدای ، نو هيله لرم چه دغه لارښوونکی درسی کتابونه دده د زده کړی دپاره ګټور وی .

معلمه چين ژون می هم د معلمانو د داوطلبانه هيات يوه غړی وه او په دی وروستيو وختونو کښی يی له خپلی تبتی لور دجځوګا سره تليفونی تماس ځنډ شو ، نو زړه يی ډير خپه و . د جيځوګه پلار د هغی د دوه کلنۍ په وخت کښی مړ شو او مور يی په لاسا ښار کښی مزدوری کوی ، هغه وخت چه معلمه چين د معلمانود داوطلبانه هيات د يوی غړی په حيث د موځوګونګا ولسوالی په منځنی ښوونځی کښی کار وکړ ،نجلۍ ده جيځوګا ورته د خپلی مور د مزدوری کولو د ځای تليفونی لمبر ورکړ، څو چه دواړه سره تماس ونيسی ، خو څرنګه چه ددی مور د مزدوری کولو له پخوانی ځای نه لاړه ، نو تماس يی هم ځنډ شو . معلمی جين ژون می خپل زور ته نصيحت ورکړ چه د تبتی مشری خور ښوونځی ته يو خط وليکی څو چه ارتباط بيا ټينګ کړی . معلمی چين ژون می وويل چه ده جيځوګا يوه ډيره فهميده بچه ده او دزده کړی موفقيتونه يی هم ډير ښه دی . په سختو شرايطو کښی هغه په جرائت سره د زده کړی او ژوند له جدی چلنج سره مخامخه ده .وروسته ترهغه ده جيځوګا د معلمی چين ژون می لور

وګرځيده ، په نان جين ښار کښی د خپل کشر ورور يی ډيره پاملرنه وکړه او کشر ورور ته يی تشويق ورکړ چه په درس لوستلو کښی کوشش وکړی .معلمه چين له دغی فهميده بچی سره ژوره مينه لری . هغی وويل چه هيله لرم چه ژر تر ژره ور سره تماس ونيسم ، ده جی ځو ګا هميشه ويلی چه نان جين ښار ته راشی او زمونږ سره ملاقات وکړی . زمونږ ټوله کورنۍ ددی راتک ته سترګی په لاره دی .

دمعلمانو جشن په دی خاصه ورځ کښی دنان جين ښار د درس ورکولو د څيړونکی دفتر معلم دای سين خای چه د معلمانو د داوطلبانه هيات رئيس هم و ، خپل ملګری معلم زاسيوانمو ته چه دتبت دموځوګونکا ولسوالۍ د هيلی په نامه مکتب کښی د ليک او لوست د درس ورکولو وظيفه په غاړه لری ، ځينی تدريسی مواد وروليږل ، دغه مکتب د نان جين د ښاريانو په مالی مرسته تاسيس شوی دی . نان جين ښار ته دستنيدو نه وروسته په لنډه موده کښی معلم دای سين خای له نوموړی مکتب سره په لس ګونو ځله تدريسی تبادلی کړی دی . معلم دای د نان جين ښار د تدريسی عالی موادو څخه وی سی دی کسيتونه جوړ کړی او په پر له پسی توګه يی د هيلی په نامه

مکتب ته انتقال کړی دی ،دغه راز دهيلی مکتب په خپلو تدريسی کارونو کښی را منځ ته شوی مشکلات پر وخت معلم دای ته بيرته خبر کړل څو چه مسئلی حلی شۍ .دمعلم دای سين خای په نظر تبت دتدريسی شرايط او د معلمانو د کيفيت او کميت په برخو کښی ځينی مشکلات لری ، نو دوی ته مرسته ورکول د نان جين ښار د تعليمی حلقی لازمه وظيفه ده .