د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی د نړۍ د سنوکر د بيليارد ټولنی د فبروری په ٢٤ نيټه په بيجينګ کی اعلام وکړ چه له ٢٠٠٤ نه تر ٢٠٠٥ کاله پوری د نړۍ د سنوکر د بيليارد د ګرځنده لوبو اوومه سيالی - د چين علنی سيالی به د راتلونکی مارچ له ٢٦ نه د اپريل تر ٣ می نيټې پوری په بيجينګ کی جوړه شی او دا به لومړنی ځل وی چه د بيليارد په اړه نړبواله سويه لرونکی لوبه به په چين کی جوړه شی .
نوموړی ګرځنده لوبه د بيليارد په اړه له ډيرو لوړو نړيواله سويه لرونکو سياليو څخه شميرل کيږی او د لومړی ځل لپاره به د برتانيی په بهر هيواد - چين کی جوړه شی . هغه ١٦ تنه ممتاز لوبغاړی به چه د نړۍ په مخکنی قطار کی يی ځاي نيولی ، د چين په علنی سيالی کی برخه واخلی .