د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د چين د خارجه وزارت نطاق کون چيون د رواني مياشتې په څليرويشتمه نيټه په بيجينګ کي خبريالانو ته وويل چه په جنوبي اسيا کي د ذروي تسليحاتو مسابقه د هرې خوا دپاره ګټه نه لري ، چين هيله لري چه هند او پاکستان په مداومه او مناسبه توګه د خبرو اترو له لاري خپل منځي اختلافونه حل کړي ٠ نطاق زياته کړه چه چين له دي امله خوښي څرګندوي چه هند او پاکستان په دې وروستيو ورځو کي د خپل منځې اختلافونو د له منځه وړلو دپاره تماس نيولي او خبرې اترې يي کړيدي ٠ هغه وويل چه هند او پاکستان دواړه د چين دوست ګاونډيان دي ، چين هيله من دی چه دوي د جنوبي اسيا د سولي او ثبات د ساتلو او د اسيا د سمسورتيا او أبادۍ دپاره لازم خدمتونه تر سره کړي