<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-25 18:56:50    
د چينايانو د پسرلنی اختر کلتوری جذابيت

cri

ګرانو اورېدونکو، د چينايانو عنعنوی پسرلنی اختر د چين د زراعتی جنتری له مخی د لومړنی مياشتې تر پنځلسمې نيټې پوری يعنی د روانی مياشتې تر درويشتمې نيټې پوری دوام لری. د پروګرام په دې لړ کی به د دې اختر د کلتوری جزابيت په باره کی څه وغزېږو.

د چينايانو دپاره پسرلنی اختر لوی اختر دی او د کورنی غړو د راغونډېدو اختر هم دی، سره له دې چی د کورنی کوم غړي په ليری ځايونو کی کار کوی، د دې اختر د رارسېدو نه د مخه به حتمأ بېرته کور ته راشي. نن ورځ په شلګونو مليونو بزګري کارګران او زده کوونکي چی ښارونو کی مزدوري کوي يا زده کړه کوي، د سمندری څپو په شان بېرته کورونو ته ځی څو چی له خپلوانو سره د اختر نمانځنه وکړي چی دا يو ځانګړي کلتوری پديده او د چينايانو د يووالی د سمبول څرګندوی هم دی.

د يوه کلتوری سمبول په حيث د پسرلنی اختر کلتوری عملونه دا دي چی لومړی د نوی کال هرکلی کول دي، دوهم د مذهبی مراسمو تر سره کول دي، دريم د دوستانو ترمنځ د تشريفاتی تګ راتګ ساتل دي او څلورم تفريح او ساعت تېری ده چی دا د بېجينګ، شانګهای، شن يانګ او د هېواد د نورو ځايونو له لويو معبدي ميلو څخه په پوره توګه څرګندېږی ځکه چی په ميلو کی د چين رنګارنګ محلی او پراګانې، اکروباتيک نمايش، د زمرې نڅا او ډول ډول عنعنوی لاسی هنری شيان ليدل کېدل، پرته له دې نه د چينايانو پسرلنی جشن په نړۍ کی د چينی ملت د عنعنوی ثقافت د خپرونې د پل په توګه رول لوبوی. د امريکې جمهور رئيس د دې جشن په مناسبت په

امريکا کی چينی اوسېدونکو ته د جشن مبارکی وويله، د تېر کال د پسرلنی اختر په ترڅ کی د فليپين جمهور رئيسې چينی ملی لباس په اغوستلو سره اعلان وکړ چی د چين پسرلنی جشن د فليپين د ملی رخصتۍ په توګه وټاکل شی، د روان کال په پسرلنی اختر کی په م م کی د لومړی ځل دپاره د چينی نوی کال د نمانځنې دپاره يو هنری نمايش وښودل شو. د م م سرمنشی کوفی انان د دې جشن د رارسېدو په وخت کی يوه ټلويزيونی وينا وکړه او په چينی ژبه يی چينايانو ته مبارکی وويله. په تېره بيا د وړم کال د جنوری له څليرويشتمې نيټې نه تر اته ويشتمې نيټې پوری د پاريس دايقل اوسپنيز څلی په سور رنګ ښکلی شوی و چی دغه رنګ د چينايانو دپاره د خوشحالۍ او نيکمرغۍ سمبول دی.

يوه چينی اصطلاح شته چی وايی هر کال ګلونه يو شان دي، خو جشنونه يی بيل دي. اوس د پسرلنی جشن د نمانځنې دپاره د شيانو اخيستلو اود جشن د مبارکی ويلو په هکله د چينايانو د بدلون څخه ښکاری چی د چينايانو د ژوند سويه په رښتيا لوړه شويده.