<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-25 19:14:51    
لرغوني علاقه داري _____ شين چان

cri

ګرانو اوريدونکو ، چين ته د سفر په نامه خپرونو کي مو د چين د لومړني لوي ښار شانګهاي په شاوخوا کي څو لرغوني علاقه دارۍ تاسو ته معرفي کړيدي ، په نني خپرونه کي به د بلې علاقه دارۍ شين چان په باب څه نا څه معلومات واوري .

دا غيرمترقبه کار نه دي چه په کوم ګوښه ځاي کي تاريخي اثار پيدا کيږي ، خو غير منتظره خبره دا ده چه په شانګهاي کي د جو جوان ، جو جيا جاو او نورو مشهورو علاقه داريو په شان يوه لرغوني علاقه داري واقع ده چه شين چان نوميږي او د زرو کالو راهيسي د چين د سونګ ، يون ، مين ، چينګ او جمهوري مودې راهيسي د خلکو د ژوند بڼې پکي ليدل کيږي .

په يوه باراني ورځ کي خبريال په يوه توريستي بس کي د شانګهاي ختيځې خوا ته سفر وکړ او د يو ساعت نه کم وخت وروسته دغه لرغوني علاقه دارۍ ته ورسيد چه د ښاري سيمې نه ديرش کيلومتره فاصله لري . له بس څخه د ښکته کيدو نه وروسته د سفر لارښوونکې پيغلې وانګ د علاقه دارۍ د يوه ډبرين واټ په څنګ کي نوموړي علاقه داري داسي معرفي کړه چه شين چان د شانګهاي د نورو قديمي علاقه داريو سره دا توپير نه لري چه په نورو علاقه داريو کي ودانۍ عمومأ د مين او چينګ په دوره کي يعني شپږ اوه سوه کاله دمخه جوړې شوي دي ، خو په شين چان کي د زرو کالو راهيسې د علاقه دارۍ د اوسيدونکو د ژوند صورت لا هم ښه ساتل شويدي . شين چان د سمندر په غاړه کي واقع ده او د لرغون پيژندنې لمخې دغه ځاي ديارلس سوه کاله دمخه جوړ شو او د سمندري دفاع يو ستراتيژيکي ځاي و ، د علاقه دارۍ په مرکز کي د درو کيلومترو په اوږدوالي واټ ليدل کيږي چه اوه سوه کاله دمخه ودان شوې او لا تر اوسه په بشپړه توګه ښه ساتل شويدی .د سفر د

لارښوونکې په قول په شين چان کي د دوو لکو مربع مترو په مساحت لرغوني ودانۍ موجودي دي چه شل داسي لويې ودانۍ ليدل کيږي چه درې انګړونه او دري قطاره کوټې لري . د يادونې وړ خبره دا ده چه د هغو شپږو سوو پنځه ديرشو تاريخي ځايونو څخه چه د بدلولو اجازه نشته او د ښار د تاريخي اثارو د اداري کميټې لخوا تازه ټاکل شويدي ، ديرش ځايونه په شين چان کي دي .

د يوې دري څرخه په سپرلو مې وليدل چه د کږو لارو کوڅو په دواړو خواوو کي قطار په قطار مغازې او لرغوني شخصي کورونه دي او څو دقيقې نه وروسته د يوه مبعد په څنګ کي ودريد او د سفر لارښوونکې وانګ په مشرۍ معبد ته ننوت. پيغلې وانګ يوې جګې ونې ته ګوته ونيوله او و يي ويل چه دا ونه د معبد ونه نوميږي او اوه سوه کاله دمخه د يون په سلسله کي ددې معبد د جوړولو په وخت کي وکرل شوه ، نو ويل کيږي چه دغه معبد هم اوه سوه کاله تاريخ لري . مونږ وليدل چه معبد نوي ترميم شوی دی ، خو راهب پکي نشته . په زړه پوري خبره دا ده چه د شين چان په علاقه دارۍ کي چه مساحت يي يوازي صفر اعشاريه شپږ نهه کيلومتره دی ، د بوديزم ، داويزم او مسيحيت څوارلس ودانۍ ليدل کيږي

د شين چان په علاقه داري کي د بډايانو کورونه د جنوبي چين د نورو علاقه داريو په شان د سيندونو په دواړو غاړو کي پراته او دروازې يي د واټ سره مخامخ دي او د کور په شا سيند دی او بيړۍ په مستقيم ډول کور ته داخليږي . په هر لوي کور کي کوچني پل او شخصي باغ شته او د ګاونډي د لسو مترو په جګوالي او د څلويښتو يا پنځوسو مترو په اوږدوالي د اور په ضد ديوالونه درول شويدي . د سفر لارښوونکې پيغلې وانګ وويل چه د علاقه دارۍ د تاريخي اثارو د ساتونکي کميټې څخه خبر اخيستې چه ددي دپاره چه لرغوني علاقه داري په ښه ډول وساتل شي ، اړوندو متخصصانو ته بلنه ورکړه شويده چه د علاقه دارۍ د ساتلو او ابادولو بشپړ پلان جوړ کړي او ددې پلان لمخې به سيندونه پاک شي ، پلونه ، مغازې ، چاي خانې ، شخصي باغونه او نورې ډبرينې ودانۍ ترميمې شي څو چه په پخوا زمانه کي ددې علاقه داري لس ښکلي منظرې او ځايونه بيا رامنځته شي .

اوس په چين کي د خلکو د ژوندانه د سويې د لوړولو سره سم توريزم ډيره ترقي موندلي ده او خلک عمومأ د رخصتۍ يا جشنونو په موده کي نورو ځايونو او يا خارج ته سفر کوي ، يقين دی چه شين چان به هم لا زيات سياحان راجلب کړي . ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو چين ته د سفر په نامه خپرونه کي د شانګهاي د يوې بلې علاقه دارۍ شين چان په باب معلومات واوريدل .