<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-26 18:41:05    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—وانګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده .ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د لومړی نقشې سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د لومړی نقشې په باب څه معلومات وړاندی کړی .

وانګ -- نقشه د يوه هيواد د خاورو او ساحو نښه ده . د نوی چين د قايميدو نه وروسته د چين ولسی جمهوريت د يووالی او خپلواکی لوی هيواد په حيث په نړۍ کی خپله څوکۍ ونيوله ، نو دا بيړنۍ دنده د چين د نوی حکومت په غاړه واچول شوه چه ژر تر ژره د چين نوی نقشه چاپ او وويشی .په هغه وخت کی د ماو ځه دونګ او جو ان لای په شمول د چين ټول مشران هم دې چارو ته په ډيره درنه سترګه وکتل ، نو د ١٩٤٩کال په نوامبر کی د چين د ولسی جمهوريت د حکومت له خوا د چين لومړی نقشه چاپ او وويشل شوه. بېجينګ د چين د زړه په حيث په دې نقشه کی و او ټول چين شمال ختيځه سيمه ، شمال لويديځه سيمه ،د شمالی چين سيمه ، جنوبی مرکزه سيمه او جنوبی لويديځه سيمه او داسی نور شپږ ادارې سيمې ويشلی دی .د چين د ولسی جمهوريت لومړی نقشه د چين د خاورو او ساحو نښه ده .

په ١٩٥٤کال کی د چين د نقشې مطبعه جوړه شوه او په همدی کال کی د چين د اساسی قانون تصويب او نافذ شو ، له دې نه وروسته د چين حکومت د ملی اقليتونو د خود مختاره سيمو د جوړيدو دپاره کوشش وکړ . د چين د داخلی مغولستان د خود مختاره سيمې د جوړيدو نه وروسته په چين کی شينګ جيانګ ، ګوان سيی ، نينګ

سيا او تبت په شمول يو شمير د ملی اقليتونو ادارې سيمی ګام په ګام جوړ شوی او داسی بدلونونه هم په نقشه کی ښودلی دی . په ١٩٥٤کال کی د چين د نقشې د مطبعه له خوا د چين د ادارې سيمه په باب لومړی نقشه چاپ شوه . په ١٩٥٧کال کی د چين د ولسی جمهوريت د نقشې په نامه نقشه د لومړی ځل دپاره چاپ او وويشل شوه . له دې نه وروسته څه دپاسه په ٣٠ کلونو کی دا نقشه د ګاونډيو هيوادونو سره د سرحدونو د ويشلو معيار ګڼل کيږی .

ګرانو اوريدونکو ، په نقشه کی هم د هيواد د اقتصادی پرمختګ سطح او د خلکو د تعليمی اندازه ښکاری . د چين د پرمختګ په جريان کی د هيواد د نقشی چارو هم انکشاف موندلی دی .