د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي چې اوس په هند کې په سفر بوخت دی د فبروري په پنځويشتمه نيټه وويل افغانستان نيت لري چې د جنوبي اسيا د سيمه ايزي همکاري په اتحاد کې ګډون وکړي اود منځني اسيا سيمې ته دنوموړي اتحاد د پراختياد پرمخبيولو دپاره کوشش وکړي ٠ د جنوبي اسيا د سيمه ايزې همکاري اتحاد په ١٩٨٥ کال کې جوړشوی دی او مقصد يې په اقتصادي ، ټولنيز ، کلتوري ، علمي او تخنيکي ساحو کې د غړو هيوادونو ترمنځ همکاري پرمخبيول دی ، اوس د نوموړي اتحاد غړي هيوادونه د پاکستان ، بنګله ديش ، بوتان، هند ، مالديو ، نيپال ، او سريلانکې څخه عبارت دی د بله خبر له مخې ايران دا څرګنده کړه چې هغه به په جديت سره په نوموړي اتحاد کې د ګډون احتمال په نظر کې ونيسي
|