د سينهواژانس د خبر له مخې د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د فبروري په ٢٥ نيټه په اسلام اباد کې د هندي خبريالانو سره د مرکې په بهير کې غوښتنه وکړه چې د کشمير په کشالې پورې مربوطې خواوې بايد خپله ﻻ زيات سياسي ارزو او صداقت وښيي او يو دايمي سوله ايز چاپيريال رامنځته کړي او د جنوبي اسيا په سيمه کې د ترقۍ او سمسورتيا د ترسره کيدو دپاره کوشش وکړي ٠ عزيز وويل ددې دپاره چې د جنوبي اسيا په سيمه کې خلک د سمسورتيا او امنيت څخه ډک راتلونکي ولري نو بايد دايمي سيمه ايزه سوله ترسره شي نو په دې وجه پاکستان او هند بايد د هراړخيز ديالوګ پر بهير باندې ټينګاروکړي ٠
|