<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-26 19:38:39    
نغمه د سندرو د ټاپو ښاپېرۍ ...

cri

پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده،

ښكلې او زړه راښكونكې څېره يې د هرچا خوښيږي، د سندرو پسته او كوډګره ژبه يې آن د اورېدونكو ډېرو شډلو ذهنونو ته هم لاره كوي. څه واياست دا به څوك وي؟ د شعر او سندرو د ټاپو دغه بدرو ښاپېرۍ ده!" نغمه" ښاپېرۍ ! نغمه د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو د كتار په پيل كې راځي. نوموړې د دودونو ځنځيرونه مات كړل او په خپل ښځينه غږ سره يې د ښځو په وړاندې د ټولنې له بنديزونو پرده اوچته كړه.

دښاپېرۍ پېژندګلوي:

ښاپېرۍ نغمه د 1342ل كال دمرغومي په 11مه نېټه د افغانستان په كندهار ولايت كې زېږېدلې ده، ښاپېرۍ د كندهار يوازينۍ نوميالۍ مېرمن ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو 2500 كېسټونه ډك شويدي. پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرتونه هم وركړيدي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنګ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده، همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولګه هم خپره شوه،. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خوهغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې نورو ته هم دخپلواكۍ غږ ورساوه. كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له ګواښ سره مخ شو، كابل ته لاړه او هلته يې له كابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې په كابل كې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چې پاكستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه.

موسيقي د نغمې له انده:

نغمه دسندرو او موسيقۍ نړۍ ته له يوې موخيزې زاويې ګوري، د هغې په اند د انسانانو ترمنځ د مقصديت معيارونه جلا جلا دي، كه چېرې زموږ په ټولنه كې يو عمل د مقصديت معيار وګڼل شي حتمي نه ده، جې په بله ټولنه كې به هم خلك ورته په همدغه سترګه ګوري، خو تر كومه بريده، چې د موسيقۍ د مقصديت خبره ده، موسيقي د ټولو انسانانو شريك ارزښت دى او د هرې ټولنې په نفسياتو كې ځانګړى ځاى لري.هنر او موسيقي د انسان په ژوندانه پورې تړلاى څيز دى، انسان له موسيقۍ پرته د خپلو غمونو او خوښيو شريك نه لري، نغمه موسيقۍ ته د انساني ژوندانه د يوې څرګندې اړتيا په سترګه ګوري: " هر هنر ځانته ژبه او جوړښت لري، موسيقي هم د خپل ارزښت ا و اړتيا له مخې يوه بېله او ځانګړې ژبه ده، موسيقي په " سا، رې، ګا،ما، دا، ني، سا توريو ولاړه ده او دغه توري بيا د خپل نوعيت او څرنګوالي له مخې د موسيقۍ كيف او څرنګوالى رابرسېره كوي.

پښتو فولكلوريكه موسيقي:

پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده، د نغمې په اند د پښتو فولكلوريكې موسيقۍ لپاره محمددين زاخېل، ايوب، ګلزمان، اولمير ، سيدعالم، قمرګلې، ګلناربېګم، بخت زمينې او يوشمېر نورو د قدر وړ خدمتونه كړيدي.مېرمن پروين ، ناهيد او قمرګله هغه ښځينه سندرغاړې دي، چې سندرو يې دنغمې پر روح ډېره اغيزه كړې او د پرون په څېر يې نن هم سندرو ته غوږ ږدي. هغه وايي په پښتني ټولنه كې د سندرغاړو ارزښت او درناوى نشته، ګلناربېګم د پښتو موسيقۍ د پرمختيا او ودې لپاره ټول عمر وقف كړى و،هغې پښتو سندرو او پښتو موسيقۍ ته ترلتامنګيشكرډېركاروكړ،خوچايې دخدمتونو قدرونه كړ، لتا، چې موسيقي يې په ولس كې په سپېڅلتيا نمانځل كيږي، نړيواله څېره شوه، خو ګلنار دګور تر ورځې هم چا ونه پوښتله.

دشعر غوراوي :

هنر او موسيقي د شعر په ځواك سره غښتلې كيږي او ښكلا پيداكوي، څومره، چې شعر لوړ او د ذوقونو د خړوبتيا لامل وي، په همدغه كچه يې هنرمند او موسيقي هم غښتلې او ځواكمنه راځي. د نغمې په پخوانيو سندرو كې د شعرونوځواك له ورايه څرګندېده، خو په دې وروستيو كې يې په ناڅاپي توګه د بازاري شعرونو په لور مخ واړاوه. نغمه د شعر د غراوي په اړه وايي، چې كله كله د ميوزيك سنټرونو او خلكو له خوا د همدغسې سندرو فرمايشونه راځي، خو بيا هم هڅه كوم، ښكلى او قوي شعر غوره كړم. د نغمې په سندرو كې زياتره د بابرزي نوم راځي، خو هغه د بابرزي ترڅنګ دباري جهاني،ْ اسحاق ننګيال ،كاروان او رحمت شاه سايل شعرونه هم ډېرخوښوي. په غزلبولوسندرغاړو كې يې ايوب استاد، منګل، شاه ولي، خيال محمد او شاه محمد خوښيږي.

نغمه ددوو پوښتنوځواب وايي:

په وروستيو شلو كلونو كې افغانی فرهنګي بهېر ډير زيان ليدلی چې په دی لړ كې هنرمندان په لومړي كتار كې راځي تاسې د يوې روڼاندې هنر مندې په توګه په دې هكله څه نظر لرئ؟

نغمه: د هرې ټولنې پېژندګلوي د هغوی دهنر له مخې كېږي، دا هنرمندان دي، چې په هره ټولنه كې په مشخصه توګگه د هغی ټولنې نمايندګي كوی څرنګه چې ټولنه مخكی ځی هنر او كلتور هم وده كوی ، په خواشينی سره بايد ووايم،چې دهنر په وړاندې زموږ د خلكو سلوكو او كړو وړو يوخوا او جګړې بلخوا هنر ته ډير تاوان رسولى او اوس هم څه چې د هنر مندانو سره كېږی ډير دردوونكي دي. زه د يوې ښځينه هنر مندې په توګه په خپله ټولنه كي د هنر وده ضروری بولم چې دا كار يوې كلتوري مبارزې ته ضرورت لري. موږ بايد هنر په يو لوړ انساني تفكر بدل كړو.

په دې وروستيو كې له منګل سره په غبرګو كنسرتونو كې نه ليدل كيږئ؟

نغمه: موږ په امريكا كې ژوند كوو او له خپلې هنري ډلې نه لرې ياستو. كله چې هنري فعاليت لرو نوبياپاكستان ته ځوهلته اسانتياوې را ته برابريږی، په تلويزيون او راډيو كې راته وخت راكوي.