<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-26 19:42:19    
فرهاددريا، د شور او سندرو نوم

cri

دريا د پښتو ژبې د نوې موسيقۍ لپاره د پيرمحمدكاروان، دروېش دراني، عبدالباري جهاني، رحمت شاه سايل، مصطفى سالك، غفور لېوال او نورو نوښتګرو شاعرانو شعرونه راټول كړي او غواړي د سندرو يو ښكلى او مډرون البوم راوباسي.

د 1341كال د وږي د مياشتې 31مه نېټه د كابل ګذرګاه ديوه غلي او ګوښه ناستي ماشوم د زېږون ږوې ( شاهده) وه، چې په دې وروستيو كې د افغانستان د اوسمهالې موسيقۍ په يوه كوډګر غږ واوښت.

نيكه يې فرهاد ونوماوه ؛فرهاد، چې ژووب يې مينه او عشق دى، فرهاد خپل هنري نوم دريا كړ، يانې د سندرو او غزلو سيند! دريا د سندرو او ترانو هغه ټولګه ده، چې د اسمان سپېڅلتيا زمزمه كوي او په خپل رنګ سره اسمان ته هم رنګ وركوي.

دريا د افغانستان له يوې نوموتې او لرغونې كورنۍ څخه سر راپورته كړ، نيكه يې " شېرمحمدخان ناشر" د اوسمهالي كندز پلار ياديږي؛ هغه پلار، چې كندز او په ټوليز ډول د افغانستان شمالي سيمو ته يې د صنعت او كرنې په برخه كې بې بريده چوپړ وكړ. د افغانستان خلك يې د ادبي او پېښليكي ( تاريخي) كتابونو دخپراوي له امله " ناشر" بولي.

دريا اوولس كاله ماشومتوب او زلميتوب د لرغوني كندز د" شبنم" او " شبدر" ترڅنګ تېر كړ ، همدا لامل دى، چې شعر ترې غزل، غزل ترې سندره او سندره ترې په عشق او مينه كې ډوبه شي. فرهاد په كندز كې د " نيستان" په نوم د سندربولو ملګرو يوه ډله جوړوي او وروسته د كابل ښار حبيبيې لېسې ته ځي. فرهاد تر فراغت وروسته خپل غږ او سندريزه لېوالتيا د كابل پلتخنيك ته لېږدوي او نور نو د سندريز بڼ يو شوخ او له ښكلا ډك توتي ګرځي.

د 1358 ل كال د سره بهير له پيل سره جوخت د فرهاد كورنۍ هم كابل ته ځي او دريا تر 1369ل كال پورې د هېواد ترڅنګ پاتې كيږي او په خپلو شنو او ژونديو سندرو سره د خپلواكۍ ياد او فرياد كوي؛ سندرې يې كه هرڅو خپيږي ، په همغه كچ يې د ملت او دريا غږ شور او ځوږ مومي.

په 1362ل كال كې د فرهاد دريا تر مشرتابه لاندې د " باران" مشهوره ډله " اركستر" بنسټ مومي او ډېر ژر د افغانانو كور- كور ته لاره مومي او د راډيو تلويزيون د يوې نوموتې هنري ډلې په توګه سر رااوچتوي.

همدغه وخت دى، چې د افغانستان خلك د يوه شل كلن زلمي له سندرو او مستو ترانو سره اشنا كيږي؛ يو داسې سندرغاړى، چې هم غږ جوړوي ، هم سندره لولي ، هم نوې او مډرنې موسيقۍ ته غاړه وركوي او هم كلاسيكې او ولسي موسيقۍ ته، يانې د نوې او كلاسيكې موسيقۍ ترمنځ يې د خوند او اغيز واټن نه كميږي.

دريا له ځان او تر ځانه " دريا" دى، او دنورو هنرمندانو د هنري چوپړ چارو لپاره بيا د " ورېځ" مستعار نوم ټاكي.په 1366 ل كال فرهاد دكابل د ادبياتو پوهنځي پاى ته رسوي او تريوه كاله د كابل پوهنتون د ښكلو هنرونو په پوهنځي كې د كلاسيكې موسيقۍ تيوري لولي. د 1369 ل كال په مني كې له سندرو سره يوځاى پراګ " چكوسلواكيا" ته ځي او له هغه ځايه بيا د كډوالۍ لومړني كور هامبورګ " جرمني" ته كډه كيږي او دغه ښار خپل دويم كور بولي.

پاريس يې عشق او مينې ته بولي او په 1375ل كال له سلطانې څخه د هجران په نوم د زوى مېوه اخلي، دغه نوم له دې امله غوره كيږي، چې دغه كوچنى كډوال پر دې وپوهيږي، چې له دې ځايه ډېره لرې يوه بله ځمكه هم شته او هغه ځمكه دده اصلي ټاټوبى دى.

په 1374 ل كال دريا امريكا ته كډوال كيږي او تر ننه هم هملته د سندرو او ملي ترانو بنډارونه جوړوي. دريا له 1359ل كال څخه تر 1369 ل كال پورې په افغانستان كې د سندرو 15 البومونه خپروي او ترهغې وروسته تر 1380 ل كال پورې په بهرنيو هېوادونو كې د خپلو مينه والو لپاره 13 البومونه چمتو كوي.

فرهاد دريا په برېتانيا، فرانسې، هالنډ، سويډن، ډنمارك، سويس، اسټراليا، امريكا، المان، كاناډا او نورو هېوادونو كې د كنسرټونو له لارې د افغانستان د فرهنګ او موسيقۍ په شهرت او خونديتوب كې له بريده ډېره هڅه كړېده. د " دريا" غږ د افغانستان د يووالي او يوځايتوب غږ بلل كيږي او ټول قامونه يې له خپلو حنجرو نه راوتلى غږ انګيري.

فرهاد دريا، چې اوس د سندرو او موسيقۍ په برخه كې د يوه ځانګړي سبك څښتن بلل كيږي ، استادقاسم، استاد سراهنګ او استاد اولمير خپل " غيرمستقيم" ښوونكي بولي او د احمدظاهر او نورو سندرغاړو له الهامي اغيز څخه يادونه كوي. " دريا" ظاهر هويدا يو داسې كس بولي، چې د هنري ودې لپاره يې له هڅو او هلوځلو سپما ونه كړه.

فرهاد دريا په دې وروستيو كې پتېيلې ده، چې د پښتو ژبې پر نوې موسيقۍ كار وكړي ، ولسي سندرې" بابولالې، لښته د چندڼو او...." سره راغونډې كړي او د ولسي اونوې مډرنې موسيقۍ په ملتيا څو ښكلي پښتو البومونه خپاره كړي. دريا د پښتو ژبې د نوې موسيقۍ لپاره د پيرمحمدكاروان، دروېش دراني، عبدالباري جهاني، رحمت شاه سايل، مصطفى سالك، غفور لېوال او نورو نوښتګرو شاعرانو شعرونه راټول كړي او غواړي د سندرو يو ښكلى او مډرون البوم راوباسي.

فرهاد دريا څو څو ځله د كال د غوره سندرغاړي ستاينوم ګټلى، په پيل كې د 1369ل كال په مني كې په افغانستان او په دې وروستيو كې د 1380 ل كال په اوړي كې په ډنمارك كې د غوره سندرغاړي په ستاينوم ونمانځل شو.

دريا تېر كال كابل ته سر راجوت كړ او د كنسرت له لارې يې د خپلو زرګونو مينه والو زړونه ورخپل كړل، اوس به ګورو ، چې فرهاد دريا له ښارګوټي سره څه كوي؛ هغه ښارګوټى، چې تېر كال يې له هنروالو سره يوځاى بنسټ كېښود، ايا بېرته به راشي او كه نه له بهره به يې سمبالښت پر غاړه اخلي.