<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-26 19:43:53    
ماهيماچودري ولې دوهم رول غوره كوي؟

cri

د باليووډ د نورو هنرمندانو برخلاف ماهيما چودري د فلم دوهم كردار نه رودوي، همدا لامل دى، چې له " دل كياكرې، ديواني، دهړكن، لجا او نورو نوموتو فلمونو سره د ماهيما چودري نوم هم ياديږي.

ماهيماچودري د هندي سينما د هغو" غورچاڼ" شويوهنرمندانو په ډله كې شمېرل كيږي، چې د رول په غوراوي كې يې د تېروتنې ډېر لږ څرك لګي. ددې ادعا د ثبوت لپاره په كار ده، د نوموړې له هنري ژوندانه، پرده راپورته كړو:

ماهيما چودري خپل هنري ژوند د هندي سينما دتكړه او مشهورهنرمند شاهرخ خان ترڅنګ په " پردېس" فلم سره پيل كړ. پردېس د داستان او د شاهرخ او ماهيما چودري د ښكلو او په زړه پورې رولو نو له امله د برياليتوب پړاو ته ورسېد او ماهيما په ګڼ شمېر جايزو او مډالونو ووياړل شوه.

پر دې بريا سربېره ماهيما چودري ماهيما چودري غرو لاندې نه كړه، او سره له دېو چې د غړو او صورت د ښكلا سارى يې نه و، په ډېرو لږو فلمونو كې راڅرګنده شوه.

سينماپوهان د ماهيما دغه كار ته په نغوتې سره وايي: " ماهيما نه غواړي په هغو فلمونو كې رول ولوبوي، چې هلته جينۍ يوازې دښكلا په لامل مركزي كردار مومي. ماهيما غواړي د فلم دنارينه كردارونو په څېر ښځينه كردار هم د مينې او كورنې ژوندانه ترڅنګ په ټولنيزو برخو، اتلوليو او نورو مثبتو ټكو كې راڅرګند شي".د باليووډ د نورو هنرمندانو برخلاف ماهيما چودري د فلم دوهم كردار نه رودوي، همدا لامل دى، چې له " دل كياكرې، ديواني، دهړكن، لجا او نورو نوموتو فلمونو سره د ماهيما چودري نوم هم ياديږي.نوموړې په دې عقيده ده، چې دوهم ښكلى رول ، ترلومړني، خو ګوډاګي رول نه غوره او بريالى دى.تېر كال نوموړې له اميتابچن، هماماليني او سلمان خان سره هم يو رول درلود، پر دې سربېره ماهيما چودري د ګاندي په فلم كې هم د رول تړون لاسليك كړى و. ددغه فلم ډايركټر اقبال درانى دى او ماهيما د يوې مېړوښې مېرمنې په توګه پكې راڅرګنديږي.

واسطه د ماهيما چودري بل نوى فلم دى، چې ډايركټر يې د هندي سينما پخوانى هنرمند" تنوچاچندرا" دى.

اوس هم له ماهيماچودري څخه څو پوښتنې:

څه شى دې ډېر خوښيږي؟

هغه څيزونه، چې زنګ او خوند يې ښه وي.

ژوند دې څنګه تېريږي؟

ښه دى، ژوند د مازيګر لمر دى، پايښت نه لري، خپل ژوند بايد د خلكو په چوپړ كې تېر كړو.

كله، چې فلم ته راځې څه احساس كوې؟

د خوښۍ احساس

په تراژيديكو فلمونو كې له ويروونكو صحنو نه وېريږې؟

فلم واقعيت انعكاسوي، كله، مې، چې وېروونكې او بوږنوونكې صحنې ترسترګو كيږي، په هغو كې د ټولنې عيني واقعيتونه انځوروم او له هغو نه وېرېږم.