هغه ډير پاک او پاکيزه کور دی . ١
د سود مرداره ګټه هيڅکله نه ده ننوتلی .
حرام مال او د رشوت پيسې پکی نشته .
ميږو او پسونو هلته بچی نه دی کړی .
خرو او غويو هغه کور نه دی مردار کړی او د چرګانو په ګنګيو نه دی ناولی شوی .
هغه په خپل کور کی پيسی نه ساتی ، د ليوه يا ګيدړ ويره ورسره نشته ، غوا او خوسی نه لری چه تبک يی ونيسی يا ټاکو ور ته راشی .
چرګان نشته چه ټوغکی يی يوسی .
په هغه کور غدۍ نه لويږی .
ځيرته چه د دنيا خيری او لړپه نه وی مردار خواره نه ورځی .
خان او ملک هلته نه ميلمه کيږی او تکليفی ميلمانه پيښه نه کوی .
هلته مزدور د بادار په مخکی نه دی ولاړ او خدمتګاره د ميرمنې په لاس اوبه نه اچوی ږ
ته به وايی دی چومان يادوی ، مګر زه د خدای کور له ستايلو بی نيازه ګڼم .
زما په نظر کی يو بل کوی دی ، هغه کور چه پاک خدای هم ورته په مينه او محبت ګوری .
له هغه کورسره که هرڅوک احسان او نيکی وکړی دخدای رضا او خوشحالی حاصلولوی شی .
دا کور دخان کورنه دی ، د ارباب کور نه دی ، د حاکم کور نه دی ، د خوار او غريب کور نه دی چه هيڅ نلری او د خپل کار او زيار پاکې او حلالی ګټې ته منتظر دی .
هغه چه لارې او سرکونه جوړوی او په شا باندی درانه پنډونه وړی .
هغه چه په لو او لور خپل اولاد ته نفقه او جامه پيدا کوی .
هغه چه هر چا ته خوار او حقير معلوميږی مګر خدای ورته په رحم او مهربانی ګوری .
......