<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-27 19:03:59    
په نړۍ کی اته عجيب او ځانګړي واټونه

cri

د نهنګانو د هډوکو لخوا غزيدلي واټونه _ د ارام سمندر په غاړه د منتلبو په نامه يو ښار کی څو واټونه د نهنګانو د هډوکو لخوا غزيدلی دی او ﻻری يي ډيری اواری او پاکی دی او هيج دود نه ليدل کيږي ، نو په دغو واټونو کی د چکر وهلو دپاره ډيره مساعده ده ٠

د ډبرينو پلونو څخه ډک واټ _ د ايتاليا په ونيس ښار کی د اتو په نامه يو مرمري پل شته چه ديارلس قوسونه لري او د باران او باد په ضد د پل د پاسه بام هم شته چه يو اوږد دهليز ترې جوړ شويدي ، ددې پل په دواړو خواوو کي مغازې او رستورانونه قطار په قطار ولاړ دي ٠

د الماس د پلورلو واټ _ د امريکی په نيويارک کی يو داسی واټ شته دی چه ډول ډول الماسونه پکی خرڅيږی او هره ورځ تقريبا يو لک تنه توريستان د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه راځی٠

د اخبارونو واټ _ د لندن د منځنی سيمی د ټايمز سيند په غاړه د اخبارونو يو واټ واقع دی چه د اخبارونو د خپرولو موسسې موجودې دی٠

د کتاب پلورنځی واټ _ د جاپان په مرکز توکيو کی د کتاب پلورنې دری واټونه شته چی پکی څه دپاسه سل لوی او کوچنی کتاب پلورنځی ، د زړو کتابونو سل پلورنځی موجود دی او څلويښت مليونه ټوکه ډول ډول کتابونه پکي زيرمه شويده ٠

د مينانو واټ _ د سربيا او هيرزګونيا په لرغونی مرکز اوخرت کی د ډبرو لخوا

غزيدلی يو واټ شته چی هر مازديګر په زر ګونه هلکان او نجونۍ د خلوت لپاره دغه واټ ته ځی او ټول واټ د مينی او خوشحاليو له فضا څخه ډک دی ، نو دغه واټ واقعاً د مينانو واټ بلل کيږی ٠

د موسيقی واټ _ د اتريش په مرکز وينا کی د قينتنې په نامه واټ يو په زره پوری موسيقی واټ دی ٠ د حکومتی مقرراتو له مخی، په دې واټ کی د موټر تګ راتګ غير مجاز دی او هره ورځ د پنځو بجو نه وروسته د موزيک غږول پيل کيږي او ډير کسان چه زاړه واړه او ښځې او نارينه د بيلا بيلو موسيقی الاتو له وړلو سره دې واټ ته ځی او موزيک غږوي او ډير لارويان راجلبوي ٠

د واورينو مجسمو واټ _ د کاناډا په قيبيک ښار کی يو داسی واټ پروت دی چی هر کال د ژمي په فصل کي د واټ په دواړو خواوو کي ښاريان د واورينو مجسمو په جوړولو بوخت دي چه مجسمې د يو کيلومترو په اوږدو کي درول کيږي ، نو دغه واټ د واورينو مجسمو د واټ په نامه ډير شهرت لري .

ګرانو اوريدونکو ، همدا اوس مو د نړۍ د عجيبو او ځانګړو واټونو په هکله په زړه پوري معلومات واوريدل ٠