د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جون د لسمې نيټې په پيښې پورې مربوط درې تنه افغاني مظنونين د فبروري په شپږويشتمه نيټه په کابل کې تر دوهمې محاکمې ﻻندې راوستل شول ٠ د افغانستان د عالي محکمې دوهمه محکمه به په روانې مياشت کې پر نوموړو دريو تنو باندې قضاوت وکړي ٠ د ٢٠٠٤ کال د جون په لسمه نيټه د افغانستان په کندوز کې يوولس تنه چيني کارګران د افغاني وسله والو کسانو لخوا ووژل شول او اوس نوموړي پيښه هم تر تحقيقاتو ﻻندې ده ٠