د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د پاکستان پوليسو د روانې مياشتې په ٢٧ نيټه د پاکستان د بلوجستان په قبايلی سيمو کی د پلټنې په لويو عملياتو لاس پوری کړ او پکی يی زياتې وسلې او مهمات پيدا کړی او د ترهګرۍ ١٠ تنه مشکوکان يی هم نيولی دی .
د بلوچستان د پولسو په قول په همدی ورځ کی څه ناڅه ١٥٠ تنو پولسو په نوموړو عملياتو کی ګډون کړی او زيات توپکونه ، کلاشينکوف او مهمات يی ترلاسه کړی دی . اوس نوموړی تورن کسان ترمحاکمې لاندی نيول شوی ، ترڅو دا ثابته شی چه ايا په نوموړو نيول شويو کسانو کی ترهګران شته يا نه چه د پاکستان د مقاماتو له خوا يی د نيولو امر صادر شويدی .