<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-02-28 17:19:24    
په چين کي افغان سوداګر

cri

ګرانو او محترمو اوريدونکو ، له دي امله چه د څه دپاسه شلو کالو راهيسې په چين د اصلاح او ورخلاصون پاليسي تر تطبيق لاندي راغلې ده ، د چين په بيلا بيلو ساحو کي په تيره بيا اقتصاد ډيره ترقي موندلې ده ، نو زيات شمير چيني جنسونه اومالونه خصوصأ د سپکو صنايعو توليدات لکه د لوبو سامانونه ، کوچني برقي شيان ، ساعتونه ، کالي ، بوټونه او نور شيان بهرنيو هيوادونو ته صادريږي او په عين وخت کي ګڼ شمير بهرني سوداګران راجليږي چه په دي جمله کي افغان سوداګران هم پکي شامل دي . خبريال په دي وروستيو ورځو کي په بيجينګ کي د يوه افغان سوداګر سره چه عبدالصمد نوميږي ، مرکه وکړه او د پروګرام په دي برخه کي به تر دي عنوان لاندي يو لنډ مضمون واوري چه په چين کي افغان سوداګر

عبدالصمد د مرکې په اول کي د خپلو سوداګرۍ چارو د معرفي کولو په وخت کي وويل _(أواز) تير کال چين ته راغلم او تقريقا يو کال کيږي چه په بيجينګ کي ژوند کوم . په بيجينګ کي نمايندګۍ لرم او د جنوب ختيځ چين د جه جيانګ ولايت له يي وو ښار څخه ټوکران اخلم او بيا يی مسکو ته ليږدوم او په مسکو کي د زما نور ملګری او همکاران شته چه بيا هغوی نوموړی جنسونه او مالونه پلعدی .

يي وو په چين کي د کوچنيو توليداتو د پلورلو يو مرکز دی او په دي نسبت چه په يي وو کي کوچني توليدات ډير ارزان او کيفيت يي ښه دی ، د مسلسلو شپږو کالو راهيسی د چين د کوچنيو توليداتو د پلورلو د اندازې له لحاظه له لسو لويو مرکزونو څخه شميرل کيږي او د چين د اقتصادي حلقې او بهرنيو سوداګرانو لخوا د چين د بازاري اقتصاد د يوه بيرغ په حيث بلل کيږي . عبدالصمد وويل چه . هغه د تيلفون او فاکس په واسطه له خپلو تجارتي ملګرو سره تماس نيسي او ډير خوشحاله دی چه له

سوداګرۍ څخه زياتې ګټې اخيستی شي .

د مرکې په ضمن کي ښاغلي عبدالصمد په بيجينګ کي د خپل کار او ژوند ځای د معرفي کولو په هکله داسي وويل _(أواز) بيجينګ ډير امن او ارام دی او امنيتي وضع يي هم ډيره ښه ده ، دغه راز چينايان زما سره ښه سلوک لري او د معاملاتو په وخت کي هيڅ ډول ستونزی نلرم . هغه خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يي ويل چه په بيجينګ کي د ژوند په باب هيڅ پرابلم او مشکل نشته ، څرنګه چه هغه يو مسلمان دی ، نو هميشه خپل دفتر ته نژدې په يوه اسلامي رستوران کي ډوډۍ خوري ، دده په نظر چيني خواړه ډير خوندور دي ، په فارغ وخت کي ښاغلي عبدالصمد کله کله ورزش کوي . هغه په خوښۍ سره خبريال ته وويل چه هغه د وزن د پورته کولو په لوبه کی ډير تکړه دی .

چين او افغانستان د لرغوني نمدن لرونکی هيوادونه او د زرګونو کلونو راهيسې ښه ګاونډيان هم دي ، په تيره بيا د روان کال د جنوري د مياشتې شلم تاريخ د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي روابطو د ټينګيدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر و او په کابل او بيجينګ کي ددې بختورې ورځې د يادونې او نمانځنې دپاره ډول ډول فعاليتونه اجرا شول. ښاغلي عبدالصمد خبريال ته وويل _(أواز) د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي مناسباتو د ټينګيدو د پنځوسمې کاليزې څخه ډير خوشحاله يم او يقين لرم چه وروسته به دغه روابط نور هم ټينګ او پراخ شي . د چين ولسي جمهوريت پنځه پنځوس کاله دمخه جوړ شو ، افغانستان له هغو لمړنيو هيوادونو څخه شميرل کيږي چه ژر يي په رسمي توګه د چين ولسي جمهوريت وپيژانده . د پنځوسو کالو راهيسې د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ نيک احساسات او د دوستي مزی لا هم ټينګ شوی دی ، په تيرو پنځه ويشتو کالو کي د بهرنيو د تيري او داخلي جګړو له

امله افغانستان ويجاړ شوي او خلکو يي زيات غمونه او کړاوونه ګاللي دي ، نن ورځ په افغانستان کي د عمومي انتخاباتو نه وروسته د حامد کرزي په مشرۍ نوي حکومت تاسيس شو ، يقين دي چه افغان خلک د حامد کرزي په مشرۍ بيا له نيکمرغه ژوند څخه برخوردار شي .

ښاغلي عبدالصمد د خبريال سره د مرکې په پاي کي وويل _(أواز) يوه لور لرم او غواړم چه د سي ار اې راډيو د پښتو خپرونې له لاري په خپل هيواد کي خپلې لور ته سلامونه ووايي .

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس په چين کي د يوه افغان سوداګر عبدالصمد د کار او ژوند په باب يو لړ معلومات واوريدل .