<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-01 17:41:29    
د محکمی پوليس او په اعدام د محکومه شوی ښځی لور

cri

چينګ هونګ ګن د جنوب ختيځ چين د جيانګ سو ولايت د جيانګ اين ښار د ولسی محکمی د پوليسو د ګروپ مشر دی .

د ١٩٩٧ ميلادی کال د دسمبر په لومړی نيټه چينګ هونګ ګن په ډزو ديوی مجرمې ښځې د محکوم کولو دنده په غاړه واخيسته . په هماغه ورځ هغه او د محکمی نورو پوليسو نوموړی ښځه چه يه وين اينګ نوميده ، د هغې د ټاټوبی - د شه ځوانګ علاقه دارۍ د اوسيدونکو په ګډون ځانګړی غونډی ته بوتلله .کله چه مجرمې يه وين اينګ هغه اعلان واوريد چه هغه په مرګ محکومه شوی او سمدستی به له دی دنيا څخه سترګی پټې کړې ، په لوړ أواز يی داسی ناری ووهلی چه أی ګرانوکليوالو ! زه ستاسو څخه غواړم چه د مرګ نه وروسته زما له لور شياو يان سره مرسته وکړی ...

د يه وين اينګ ددی نارو او سورو منظرې چينګ هونګ ګن ته خورا ځانګړی او ژوره خاطره راپاتی کړی او وروسته تر هغه دشياو يان دغه نوم د هغه په دماغ کی ځای ونيوه . د ١٩٩٨ کال د اپريل په ١٢ نيټه چينګ هونګ ګن د کار لپاره نوموړی علاقه داری ته ورغی او له دی فرصت نه په استفادی سره يی د شياو يان په باب د معلوماتو په ترلاسه کولو پيل وکړ .

شياو يان د يه وين اينګ يوازنی لور ده او په هماغه وخت يی په لومړنی

ښوونځی کی درس لوست . د شياو يان د ښوونځی مشر چينګ هونګ ګن ته وويل چه د کوچنيتوب په مرحله کی شياو يان د پلار او مور ترمنځ ددوامداره جنګ او جنجالونو د أوازونو په بدرګه شپی اوورځی تيرولی .ددې پلار يو قماروهونکی و او د ١٩٩٦ کال د می په يوه ورځ د شپی لخوا د خپلی ښځی يه وين اينګ لخوا ووژل شو . په کور کی يوازی د شياو يان اتيا کلنه انا راپاتی ده او هغه دا توان نه لری چه د خپلی لمسۍ زده کړې ته دوام ورکړی . چينګ هونګ ګن په جلا جلاتوګه په ښوونځی او کور کی د شياو يان او ددې د انا د کتلو نه وروسته په خپل زړه کی ډيره همدردی او مسئوليت راپيدا کړی او ويی غوښتل چه له شياو يان سره د خپل توان په اندازه مرسته وکړی .

چينګ هونګ ګن پخپله يوه دری کسيزه نيکمرغه کورنی لری او ماندينه يی شيو هونګ يی د جيانګ اين ښار د ولسی روغتون ډاکتره ده او ځوی يی يو اووه کلن ماشوم هلک دی . کله چه مهربانی ميرمنی شيو هونګ د ميړه پريکړه واوريده ، سمدستی يی څرګنده کړه چه دا نجلی دډيرې همدردی وړ ده ، نو مونږ بايد هغه دخپلی لور په توګه وګنو .

د چينګ هونګ ګن په پاملرنه او مرسته شياو يان په ښوونځی کی بيا شامله شوی ده . که څه هم شياو يان د چينګ هونګ ګن مادی مرسته منلی ده ،خو د احساساتو له لحاظه يی لا له چينګ هونګ ګن څخه هم ډډه وکړه . په دی غرض چه نجلی شياو يان د خپلی مور له تور سيوری څخه ژر تر ژره وژغورل شی ، چينګ هونګ ګن په خاص ډول د نوموړی ښوونځی له مشر او ښوونکی سره د شياو يان د روزلو او وده کولو په باره کی د نظرياتو تبادله وکړه . څو ورځی نه وروسته نجلی شياو يان په خپل ټولګی کی د سياسی مٍضامينو د استازی توګه انتخابه شوه .

دغه شان چينګ هونګ ګن د نجلۍ شياو يان د پلار په نامه د ښوونځی په غونډه کی هم برخه واخيستله . په دی توګه دا خبر چه شياو يان يو داسی کاکا لری چه پوليس دی ، سمدلاسه د همصنفيانو په منځ کی خپورشو . چينګ هونګ ګن د شياو يان ښوونکی ته وويل چه زما مقصد د شياو يان ساتل دی ترڅو هغه د نورو د تحقيرولواو سپکاوی کولو له سترګو څخه وژغورله شی .

د ٢٠٠١ کال د دوبی په موسم کی شياو يان د امتحان له لاری په برياليتوب سره د لسم ټولګی زده کوونکی شوه او له دی نه وروسته په درو کلونو کی چينګ هونګ ګن او د هغه پوليسی همکارانو د زده کړی او ژوندانه لپاره شياو يان ته له لسو زرو نه زيات ژن مين بی يوانه برابر کړل . اوس شياو يان په دی عادت شوی چه د چينګ هونګ ګن کور د خپل کور په توګه و بولی او کله نا کله دغه کور ته ځی او دوی په رښتيا سره د يوی کورنی په څير ژوند کوی .

د ٢٠٠٤ کال د جون په مياشت کی شياو يان له دوهم ښوونځی څخه فارغه شوی او د ملی امتحان له لاری په پوهنتون کی شامله شوی ده .