د چين لوبغاړی ليو شيانګ د اتن د المپيک په سپورتی لوبو کی له خنډونو او هروډلو سره د ځغاستی په سيالی کی قهرمان شو او دغه بری په څو اړخونو کی د چين د سپک اتلتيک لوبو ته الهام ورکړی دی چه په دی جمله کی يوه مهمه او مثبته تجربه د زده کړی او روزنی لپاره هغو هيوادونو ته چه په دی ساحه کی لوړه سويه او ښه تجربه لری ، د لا زياتو روزونکو او ورزشکارانو استول دي . په دی غرض چه په ٢٠٠٨ کال کی به د بيجينګ په ٢٩مه سپورتی لوبه کی برياليتوبونه ترلاسه کړی شی ، د چين د سپک اتلتيک ډلی پريکړه وکړه چه خپل روزونکی او ورزشکاران امريکی ته وروليږی . د تير جنوری په مياشت کی د لنډې فاصلی د ځغاستی په اړه ٤ تنه نارينه ورزشکاران او ٢ تنه روزونکی امريکی ته لاړل او هلته به دوی د راتلونکو ١٦٥ ورځو په اوږدو کی تر جدی روزنې لاندی ونيول شی .
د چين د سپک اتلتيک د ډلی د سرروزونکی فونګ شو يونګ په قول ، نوموړی چينی ورزشکاران او روزونکی به د امريکی د اړوندو روزونکو په لارښودنه د امريکايی ورزشکارانو په روزنو کی برخه واخلی . چين ځکه لومړی د لنډې فاصلی د ځغاستی په اړه لوبغاړی امريکی ته ورليږلی چه د اړوندو
ورزشکارانو د روزلو په هکله د افکارو ، نظرياتو ، وسايلو او ورزشی سامان الاتو په برخو کی نوموړی هيواد د نړۍ لومړنی سويه لری . ښاغلی فونګ شو يونګ وويل چه مونږ به د ٢٠٠٨ کال د المپيک په سپورتی لوبه کی د مهمو او غوره لوبو په سياليو کی د طلايی مدالونو د ګټلو لپاره د دوامدارو هلوځلو په عين وخت کی په خپلو کمزورو لوبو کی د بری موندلو لپاره لامثبت تدبيرونه ونيسو . زمونږ هدف دا دی چه د بيجينګ په راتلونکو لوبو کی بايد د سپک اتلتيک په سياليوکی نه يوازی لا زيات طلايی او نورمدالونه ترلاسه کړو ، بلکه دی لا زيات ورزشکاران د لا زياتو اړوندو لوبو په سياليو کی د ګډون لپاره حق وګټی .
د خبر له مخی ، اوس نوموړی څلور تنه چينی ورزشکاران اودوه تنه چينی روزونکی د تيکساس په ايالت کی د بايلور په پوهنتون کی په روزلو بوخت دي او استادان يی د المپيک پخوانی قهرمان ميکول جاسن او دده روزونکی بريت هارټ دي . د روزنی نه پرته ، به دوی د امريکی په ځينو کوچنيو اړوندو سياليو کی هم برخه واخلی .
ښاغلی فونګ شو يونګ زياته کړه چه که دغسی روزنه او تجربه موثره او ګټوره وی ، نو چين به لا زيات نور ډير ورزشکاران لوړه سويه لرونکو هيوادونو ته وروليږی .