<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-01 19:01:08    
د سوربانجن پسه غوښه

cri

د نورو غوښو په نسبت د پسه غوښه نرمه او ځوند زيات ښکاري ، نو د ډيرو خلکو د پسه غوښه خوښيږي ٠ د سوربانجن پسه غوښه يو ډول ډير خوندور خوراک دي او جوړونه يي په دي ډول ده ٠ لومړي نيم کيلو د پسه غوښه ، برابر غوړي ، مالګه ، بوره ، لږ څه نشايسه او يوه کوچيني پيالو د سوربانجن يا رومي بانجن شيره تيار کړۍ، د دغه خوراک جوړونه يي په دي ډول ده اول ټوله غوښه په اوبو کې جوش او پخه يي کړۍ، غوښه چه پخه شي ، بيا يي له اوبو څخه راوباسي او د تار په شکل يي پري کړۍ٠ بيا په ديګ کې لږ څه غوړي واچوي ، ديګ د اور د پاسه کيږدۍ ، غوړي چه سري شي د رومي بانجن شيره ، لږ چه اوبه ، برابره مالګه او بوره له غوښې سره يو ځاي په ديګ کې واچوي او د لږ څه وخت له پاره يي جوش کړۍ ، وروسته لږ نشاسته ورزياته کړۍ څو چه په ديګ کې شيره ټينګ شي ٠ نو دغه خوراک تيار شو ٠ د دغه خوراک خصوصيت دا دي چه نه يوازي رنګ يي ډير ښکلي بلکه خوږ او تريو خوند هم لري ٠ ويل کيږي چه دا يو ډير مزه دار خوراک دي ٠ د زاړو واړو له پاره ټول خوښ دي ٠ خو د توجه وړ خبره دا ده چه د هغو کسانو له پاره چه د هذمي طاقت يي کمزور دي ، ښه به دا وي چه زياته پسه غوښه و نه خوري ، خصوصأ د شپې ډوډۍ په وخت کې بايد غوښه مه خوري ٠ ځکه د شپې د ډوډۍ نه وروسته به خوب وکړي ، که غوښه وخوړل شي، دا به معدي ته زيان ورسول شي ٠ په چين کې يوه اصطلاح شته چه وايي د سهار ډوډۍ دي ښه ، غرمه ډوډۍ دي ډيره او ماښامي ډوډۍ دي لږه وي ٠ خو افسوس خبره دا ده چه په ورځني ژوند کې يو زيات شمير خلک د بيلا بيلا علتونو له امله دغې تجربې نه مني ، بلکه لاهم سهار لږه خوري ، غرمه ساده خوري او د شپې په خپل نس کې د خوراکونو نندارتون جوړوي ٠ که خلک په خپل ژوند کې کلونه کلونه داسي عادت وساتي ، نو کله چه کره عمر ته ورسيږي ، ډير امکان شته چه په بيلا بيلو ناروغيو کې اخته شي ٠ نو هيله ده چه د خپل روغتيا د ساتنې له پاره د خوراکونو خوړل کنترول کړي ٠