<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-01 19:08:11    
د مخدره موادو څخه د ژغورلو په باب پلرونه او ميندې څنګه خپلو اولادونو ته روزنه ورکوی

cri

ګرانو اوريدونکو ، په اوسنی نړۍ کی يو شمير کسان په مخدرو موادو اخته شويدی ، څرګنده چی په افغانستان کی زيات مخدره مواد توليد کيږی٠ نو د مخدرو موادو څخه د ماشومانو ژغورل د لويانو په وړاندی يوه مهم دنده ده ٠

په اکثرو کورونو کی غړی ئی په هيڅوجه په مخدرو موادو اخته نه وي ، خو په يو شمير کورونو کی داسی حالت وار په واره پيدا کيږی چی غړی ئی د مخدرو موادو سره ملګری شويدی ، له دې څخه څرګنديږی چی کورني روزنه او تربيت له مخدرو موادو څخه د ماشومانو د ژغورل دپاره مهم رول لوبوی ٠

پوښتنه دا ده چه پلرونه ا وميندې څنګه خپلو اولادونو ته روزنه ورکړي چه د مخدرو موادو څخه ځان وساتي ؟ د مخدرو موادو سره په مبارزه کي پوهان داسی وړانديز کوی لومړی ، پلرونه او ميندی بايد د ماشومانو د سرمشق په حيث رول ولوبوی ځکه چی د پلرونو او ميندو عمل په ماشومانو باندي زياته اغيزه لري ٠ د مربوطو تحقيقاتو لمخی ، که چيری په کورنی کی لويان مخدره مواد استعمال کړي نو په مخدرو موادو د اخته شويو ماشومانو ميزان به په سلو کی ٩٥ ته ورسيږی ٠

دوهم ، پلرونه او ميندي بايد د خپلو اولادونو د کوچنيتوب څخه د مخدرو موادو په ضد لازم او ګټور معلومات ورکړي ٠ البته دوی بايد په ساده ژبه او د کاتون د فلم او ويديو په واسطه روزنه تر سره کړي ٠

دريم ، په مخدرو موادو اخته شوي اکثر معتادين لومړی په کنجکاوی سره مخدره مواد استعمالوی ٠ نو بايد پلرونه او ميندی د مخدرو موادو ضرر اولادونو ته بيان کړي څو چی د ماشومانو کنجکاوی له منځه يووړل شی ٠

څلورم ، د ماشومانو د درس ويلو نه وروسته دوی بايد په نورو سلم لوبو بوخت شی څو چی دوی له مخدرو موادو څخه ځان لری وساتی ٠ پلرونه او ميندی بايد خپل اولادونه دی ته هم وهڅوی چی د واليبال ، فوټبال او د بايسيکل ځغلولو په شمول نورو سپورتی لوبو سره علاقه پيدا کړي او زيات ګټور کتابونه ولولی ٠

پلرونه او ميندی بايد د ماشومانو د همصنفانو او ملګړو په حالاتو ښه پوه شي ځکه چی ځينی کوچنيان د خپلو ملګرو په لمسون په مخدره موادو اخته کيږی ٠

که چيری کوم ماشومان مخدره مواد استعمال کړيدی ، نو پلرونه او ميندی بايد سمدلاسه خپل اولادونه د مخدرو مواو د ليری کولو لپاره روغتون ته بوځی ٠