<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-02 19:37:24    
په لويتيځه سيمه کې د ميرمن شه جوان ژوند

cri

پخوا د ډيرو خلکو له پاره هغه کار د منلو وړ نه دي چه خپل ښه کار پريږدي او د خدمت له پاره غريبو ځايونو ته لاړ شي ٠ خو نن ورځ په چين کې دغسي خلک چه د داوطلبانو په توګه د خدمت له پاره غريبو سيمو ته لاړ شي، د زياتيدو په حال کې دي ، مخ په زياتيدونکي خلک هيله من دي چه په ټوله نيزو عامه خدمتي چارو کې برخه واخلي ميرمن شه جوان همدغسي ده ٠ ميرمن شه جوان د جنوبي چين په شن جن ښار کې د وکيل په يو دفتر کې کار ګوي ، خو په ٢٠٠٤ کال کې يي په قطعي توګه فيصله وکړه چه خپل کار پريږدي او په موقتي توګه له خپل خاوند او ماشوم سره جلا کړي او په داوطلبانه توګه د يو ښونکې په توګه غرني سيمې ته لاړ شي ٠ علت يي څه دي ؟ ميرمن شه جوان خبريال ته وويل چه زه غوړم چه له نوموړو زده کونکو سره يو ځاي کړم او زمونږ و داوطليانو د خدمتونو له لارې د غريبو سيمو دماشومانو نوي ايډيالوژۍ راپيدا شي ٠ زما د کوششونو له لارې د غريبو سيمو ماشومان په دي پوه کړم چه د لا زيات علمي معلوماتو ترلاسه کول ډير مهم دي ٠

د وروستيو کلونو نه راهيسي د چين حکومت او يو شمير غيرحکومتي سازمانونه هر کال د داوطلبانو په راغونډولو سره د چين ځينو لويديځو سيمو ته ورليږي چه اقتصا د يي نسبت وروسته پاتي دي ٠ داوطلبان په نوموړو وروسته پاتي سيمو کې به په عمده توګه د تربيي ، روغتيا، زراعتي توليداتو ، د قوانينو انفورميشين ، د ادارې او داسي نورو په برخو کې خدمتونه ترسره کړي ٠ د ٢٠٠٤ کال تر پايه پوري دچين په لويديځو سيمو کې د داوطلبانو شمير نژدي شلو زرو تنو ته رسيدلي دي ٠ د داوطلب په توګه ميرمن شه جوان وويل چه په لومړي وخت کې زما نوموړي فيصله د ډيرو داوطلبانو عملياتو تر اغيزې لاندې رامنځته شوې ده ٠ هغې تل دا نظر لري چه خپل ځان بايد د هغو کسانو له پاره چه مرستې ته اړتيا لري ، څه خدمت وکړي ٠ په دي هکله د هغې خاوند ور څخه ټينګ ملاتړ وکړاو ميرمن شه جوان يي تشويق وکړ چه په نوموړو سيمو کې خپل خدمتونه تر سره کړي ٠ د ميرمن شه جوان خاوند جيان وي سونګ نوميږي او د شين جن ښار د وکيل په يو دفتر کې کار کوي ، کله چه هغه خبر شو چه خپل ميرمن د داوطلب په توګه به لويديځې سيمې ته لاړ شي ، هغه وويل چه زه غواړم چه دهغې له هغه کار څخه ملاتړ وکړم چه ويي غواړي ٠ داوطلبانه کار يو ډير اهميت لرونکي کار دي ، د خپلو معلوماتو په واسطه دغريبو سيمو ماشوم بدلوي شي حتي د ماشوم ټول عمر بدلولي شي ٠

ميرمن شه جوان اوس د لوديديځ چين د ګوي جو ولايت په يو غرني مکتاب کې کارکوي ٠ نوموړي ځاي د بحر له سطحي نه څه د پاسه دوه زره متره جګوالي لري او يو سل اويا تنه زده کونکي پکي درس لولي ٠ د ميرمن شه جوان راتګ نوموړي غرني سيمې ته تازه هوا رسولې ده او د زياتو کليوالو هرکلي يي حاصله کړي ده ٠ د محلي ځاي بزګر يان ځونګ کوان وويل چه ميرمن شه د لوي ښار شن جن نه غرني سيمې ته راغلې ، دلته د ژوندانه شرائط ډير سخت دي ، نو د يوي ښځې له پاره د هغې روحيه د ساتنې وړ ده ٠ په مکتاب کې شاګردان ټول له ښوونکې ميرمن شه جوان سره ډيره مينه لري ٠ په دي هکله ميرمن شه وويل چه دوي کله کله يو پټاټۍ ، کله کله وحشي ګلان د ښونکې پر ميز باندې کيږدي او له دي لارې ښوونکي ته خپله مينه يي څرګنده کړې ده ٠ که څه هم د داوطلبانه فعاليت وخت اوږد نه دي ، مګر د ميرمن شه جوان په نظر د داوطلبانه فعاليتونو له لارې هغه د لويديځ چين په باب زيات معلومات ترلاسه کړي دي او په دي ښه پوه شول چه په غرني سيمه کې ماشومان د علمي معلوماتو د ترلاسه کولو په هکله مرستو او ملاتړ ته زياته اړتيا لري ٠