<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-02 19:43:15    
د يوی بدمرغی نجلۍ نيکمرغه کيسه

cri

دچين دسی ان په ښار کښی نجلۍ ياو ياو نانځکی او ښکلی کڅوړه خوښوی او دهم عمری نجونو غوندی هميشه دمور په وړاندی د خراب شوی بچی په شان عمل کوی ،خو بدمرغی په بی رحمه توګه ور ته نژدی شوی وه

ستر افت د٢٠٠٣ کال په جنورۍ کښی په ناڅاپه توګه راورسيد .په هغه ورځ کښی د ياو ياو پلار سيوی جن لون او مور ليو لی ژو دواړه په عين حال کښی تشخيص شوی چه دسرطان په ناروغۍ اخته شول .خاوند سيو جين لون دځګر په سرطان اخته شواو ناروغی يی اخری مرحلی ته ورسيد ، ښځه ليولی ژو د تی په سرطان اخته شوه او د سرطان سولوله يی د وجود نورو برخوته خپاره شول .خاوند او ښځه چه په دغه بدمرغۍ خبر شول ، زړونه يی ټوټی ټوټی شول .

ښځه ليو لی ژو په هيڅوجه دا فکر ونه کړچه مرګ دومره په چټکۍ سره راغلی . هغه په روغتون کښی د تی دجراحی کيدو نه وروسته لا نه ده جوړه شوی ،دخاوند ژوند يی د ناروغۍ دشيطان له خوا محروم شو .د دواړو د ناروغيو د علاج دپاره نژدی يو لک ژن مين بی يونه مصرف شول ، نو ليو لی ژو له روغتون نه دوتلو نه لږه موده وروسته په کارکولو پيل وکړ . لږه موده دمخه ليو لی ژو بيا ناروغه شوه او د ناروغۍ حالت يی ورځ په ورځ سخت شو ، اوس دليو لی ژو دسرطان سولوله ستونی او سږی ته خپاره شوی او ډاکتر ويلی چه هغه زيات تر زياته به د نيم کال دپاره ژوندی وی .

دلويو لی ژو کور د سی ان ښار په ختيځ اطراف کښی واقع دی .خبريال چه ددی

کور ته ننوت ،دچينی طبی بوټيو قوی بوی احساس کړ . ليو لی ژو اوس يوازی دسوفا په تکيه ناسته اوښی اندام يی ډير پړسوب شوی دی .

د ليو لی ژو مشره خور ليو څای ژو خبريال ته وويل چه که څه هم دياو ياو پلار او مور له بدمرغۍ سره مخامخ شول ،خو ياو ياو په نيکمرغۍ سره له زياتو خلکو څخه صميمی پاملرنی او مينی تر لاسه کړی دی .دصنف معلمه ليو يا تين چه دياو ياو دکورنۍ بدمرغۍ يی واوريدله ، دزده کړی او ژوند په برخه کښی هغی ته ډيره پاملرنه ورکړه . روان کال د فبرورۍ لومړۍ نيټه چه د ياو ياو دنه کلنۍ سره مصادفه وه ، مور ليو لی ژو د ناروغۍ له ځورونی سره مخامخه کيده ، نو دخپلی لور د زيږيدو ورخ يی هيره کړه .خو کله چه ياو ياو درسی صنف ته داخله شوه، تصادفا يی وليدل چه معلمی ليو په خاص ډول ددی دزيږيدو دورځی دپاره يولوی کيک تيار کړ او همصنفانو يی هم د خپل جيب خرڅ په واسطه کتابچی او پنسل پاکونه واخيستل او ددی د زيږيدو د ورځی د تحفی په توګه ورکړل .په تيره بيا دوی ياو ياوته يوه ښکلی کوچنی کڅوړه چه هغه ور سره ډيره علاقه لری ، ورکړه .ياو ياو د تاثير په اثر وژړه ، ځکه چه ددي دپاره دا د پلار دمړيدو نه وروسته تر ټولو نه نيکمرغه ورځ وه .

ددی دپاره چه خپله سرزنده ، مينه ناکه او فهميده لور په راتلونکی وخت کښی هم يوه نيکمرغه کورنۍ ولری ، په سرطان اخته شوی مور ليو لی ژو د مطبوعاتی ذرايعو له لاری ټولنی ته د اولاد دپاره ديوی کورنۍ دپيدا کولو بلنه ورکړه او دنيمی مياشتی په کم وخت کښی له سلو نه زياتو کورنيو په راز راز شکلونو سره هيله څرګنده کړه چه دوی به ياو ياو د خپل اولاد په توګه وروزی يا ور سره به مالی مرسته وکړی .

دسی ان په صنعتی پوهنځی پوری مربوط دمنځنی ښوونځی رئيس ځو جين ځون دا نظريه څرګنده کړه چه ددوی دښوونځی دزده کړی شرايط ښه دی ، نو هيله لری چه ياو ياو ددوی په ښوونځی کښی د١٢ ټولګی پوری درس ولولی او ښوونځی به هغی ته ټول درسی فيس برابر کړی . دغه راز د يوه غير حکومتی ښوونځی رئيس هم يو شان ارزو څرګنده کړه . دسی ان ښار د يوه خو فاميل ښځه ، خاوند او ددوی زوی دريواړه د ليو لی ژو کور ته راغلل او ياو ياو ته يی وويل چه که ته وغواړی چه زمونږ کور ته راشی مونږ به تا خپل اولاد ګڼو او ترخپلی وسی پوری به تا ته ښه ژونداو تعليم در کړو .

دسی ان ښار د باو چاو ناحيی يوه کليوالی يان ليان هم د نجلۍ ياو ياو مور ته وويل چه که څه هم زه يو بزګر يم ،خو له ياو ياو سره زما زړه سواندی به په هيڅوجه تر نورو خلکو نه کمه نه ده ، وروسته که زما مرسته پکار وی ، نو هر وخت ما ته تليفونی خبری کولی شی او هرومرو به دخپل توان په اندازه در سره مرسته وکړم .

زيات شميرکورنيو هيله څرګنده کړه چه ياو ياو به د خپل اولاد په توګه وروزی ،د ياو ياو مور اوس لا هم په دی باره کښی فکر کوی ، خو ياو ياو پخپله وويل چه هغه به له مور سره بدرګه شی .د ليو لی ژو مشره خور ليو څای ژو خبريال ته وويل چه دومره زيات خلک له ياو ياو سره پاملرنه کوی ، که مونږ يو ځای کوشش وکړو ، نو دغه هوښياره نجلۍ به هرومرو نيکمرغه اينده ولری .