د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د پاکستان پوليسو د روانی مياشتی په دريمه نيټه د جنوبی سيمی په بندر ښار کراچی کی د ترهګری يو سازمان له منځه وړی دی او شپږ تنه مشکوک ترهګران ئی نيولی دی ٠
د پاکستان د سيند ولايت د پوليسو د معلوماتو سره سم ټول نوموړی شپږ تنه نيولی شوي مشکوک ترهګران د يوه ترهګری سازمان کی غړی و او د پلونو او اوسپنيزو لارو او نورو اساسی تاسيساتو په خرابولو تورن دی ٠