د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د امريکی جمهور رئيس بوش د مارچ په دريمه نيټه د هېواد د امنيتی چارو د وزارت د نوی وزير ميشل چيرتوف د دندی د پيل کيدو په مراسمو کی وويل چه په امريکا باندی د القاعدې سازمان د مشر اوسامه بن ﻻدن د يو بل بريد مخنيوی د امريکا په امنيتی ساحه کی ډير لوی چلينج دی٠
هغه وويل چی د نوی استخباراتو له مخی، بن ﻻدن د القاعدې د سازمان د دريم مشر الزرقاوی څخه غوښتنه وکړه چه په امريکا باندی د يوی بلی حملی پلان جوړ کړی او له دې څخه څرګنديږی چه د امريکا د امنيت لپاره د القاعدې سازمان ﻻ هم ستر تهديد پاتی شوی دی٠ بوش په عين وخت کی ژمنه وکړه چه امريکا به د بن ﻻدن نيولو ته دوام ورکړی او الزرقاوی به و ځپی او د امريکا د خاوری د امنيت د ساتلو لپاره به ټول تدبيرونه ونيسی٠