<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-04 18:48:48    
د امريکې جمهوررئيس بوش

cri

د امريکې جمهوررئيس جورج ولکر بوش د ١٩٤٦ کال د جولاي په ٦ نيټه د امريکې د کانيکتيکوت په ايالت کې وزيږيد او د تکساس د ايالت په ميدلن او هيوستون کې يې خپل کوچنيتوب تيرکړ، ددهنيکه يو بانکدار او د امريکې د جمهوريت غوښتونکي ګوند د سنا مجلس غړي و ، پلار يې د امريکې پخوانی جمهوررئيس و ، بوش د منځني ښوونځي څخه د فارغ کيدو نه وروسته اتلس کلن پوش د ييلو په پوهنتون کې شامل شو او د دې پوهنتون نه د فارغ کيدو نه وروسته بوش د تکساس د ايالت په هوايي قواوو کې شامل شو ٠ په ١٩٧٣ کال کې هغه له هوايي قواوو څخه ووت ، ورپسي هغه د هارورد په تجارتي پوهنځي کې تحصيلاتو د سرته رسولو دپاره دوه کاله تيرکړل ، د نوموړي پوهنځي څخه د فارغ کيدو نه وروسته جورج ولکر بوش د امريکې پميرلن کې د نفتو او طبيعي ګاز د سروي او پلټنې يو شرکت جوړ کړ او په دې شرکت کې يې لس کاله کاروکړ٠ د ١٩٧٩ کال نه تر ١٩٩٤ کاله پورې بوش د تکساس د کوچيانو په نامه د بيس بال د تيم د مرسته کوونکو څخه و ٠ په ١٩٩٤ کال کې بوش د تکساس د ايالت د ګورنر د انتخاباتو په سيالۍ کې بری وموند او ددې ايالت د ګورنر په توګه وټاکل شو٠ په ١٩٩٨ کال کې بوش يو ځل بيا د دې ايالت په انتخاباتو کې بريالی شو او په پرله پسي توګه يې ددې ايالت د ګورنرپه حيث دنده ترسره کړه ٠ دا د نوموړي ايالت په تاريخ کې هم ساری نه درلود ٠

د ٢٠٠٠ کال د اګيست په مياشت کې بوش د امريکې د جمهوريت غوښتونکي ګوندلخوا د جمهوري رياست د انتخاباتو په سيالۍ کې د کانديد په توګه وټاکل شو ، د همدې کال د نوامبر په اوومه نيټه بوش د امريکې د جمهوري رياست په انتخاباتو

کې چې د امريکې په تاريخ کې يو ډير شديد انتخاب و برخه واخيستله ، په پاي کې د امريکې د عالي محکمې د قضاوت سره سم جورج ولکر بوش د امريکې د جمهوررئيس په توګه وټاکل شو او د ٢٠٠١ کال د جنوري په شلمه نيټه يې سوګند وخوړ او په رسمي توګه سپينې ماڼۍ ته ننوت٠

د ٢٠٠٣ کال د مې په ١٦ نيټه جورج بوش په رسمي توګه د امريکې فدرالي انتخابي کميټې ته غوښتنه وکړه چې په پر له پسې توګه د جمهوري رياست په انتخاباتو کې ګډون وکړي ٠ جورج بوش د ٢٠٠٤ کال د سپتمبر په لومړې ورځ په نيويارک کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند د ملي کانګرس په بهير کې په رسمي توګه د جمهوري رياست دپاره دکانديد په توګه و ټاکل شو ، د همدې کال په نوامبر کې جورج بوش د جمهوري رياست په انتخاباتو کې بيا بري موندلی او يو ځل بيا د امريکې د جمهوررئيس په حيث وټاکل شو او د ٢٠٠٥ کال د جنوري په مياشت کې سوګند وخوړ او په پر له پسي ډول يې د دوهم ځل دپاره د جمهوررئيس دنده په غاړه واخيستله ٠

د ٢٠٠١ کال د اکتوبر په مياشت کې جورج بوش د چين د شانګهاي په ښار کې د اسيا او ارام سمندر د سيمې د اقتصادي همکاري د سازمان د غړو هيوادونو د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ او د چين د مشر جيانګ ځه مين سره ملاقات وکړ ، دغه راز د ٢٠٠٢ کال د فبروري په مياشت کې يې هغه چين ته کاري سفر وکړ ٠

د جورج ولکر بوش ميرمن لاورا پخوا يوه کتابدار وه ، دوي دوه لوڼې لري ، د بوش کشر ورور جوهان اکيس بوش اوس د امريکې د فلوريدا د ايالت ګورنر دی ٠