<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-04 18:55:09    
د هانکانګ دری دېشم هنری فيستوال پرانستل شو.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د فبروری په اوه لسمه نيټه د هانکانګ دری دېرشم هنری فيستوال د هانکانګ په کلتوری مرکز کی پرانستل شو. د هانکانګ د خاصې اداری ناحيې د رئيس دونګ جين هوا په شمول يو شمېر عالی رتبه چارواکو د مراسمو د پرانستلو مشری وکړه. په هانکانګ کی لومړنی هنری فيستوال په ١٩٧٣ کال کی جوړ شوی و او له نوموړی مودې څخه دری دېرش کاله تېرېږی.د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو د دغه هنری فيستوال په هکله څه معلومات واورئ.

دغه هنری فيستوال د فبروری له اوه لسمې نيټې څخه د مارچ تر يوويشتمې نيتې پوری په هانکانګ کی تر سره کېږی.په دوه دېرشو ورځو کی به د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه دوه څلويښت هنری هيئتونه کتونکو ته يو سلو څليرويشت په زړه پوری نمايشونه وړاندی کړي. د دغه هنری فيستوال يوه مسؤل چی ګاو ده لی نومېږی وويل چی د فبروری تر اته لسمې نيټې پوری د هنری فيستوال د مختلفو نمايشونو ټکټونه په سلو کی څه نا څه اتيا واخيستل شويدي چی د تېرو دری دېرشو کلونو پر پرتله يی زياتوالی موندلی دی.

د دغه هنری فيستوال پيمانه ډېره لويه ده او ډول ډول نمايشونه پکی ښودل کېږی. زيات شمېر مشهور هنرمندان به خپلې نندارې د دغه هنری فيستوال په ترڅ کی وړاندی کړی چی له دې جملې څخه د پولند د دولتی تياتر نامتو اوپيرا چی اوسېرو نومېږی او د بېسفن موزيکی اثار دي.

يو چينی موزيکی اوپيرا هو پو چی د چين د يوه بريالی ديرېکتر له خوا جوړه شوی د دغه هنری فيستوال په ترڅ کی به په لومړی ځل وښودل شی او پکی به زيات شمېر چينی مشهور هنرمندان برخه واخلی، د مثال په توګه ليو يی او يوان چوان دي.

د دغه هنری فيستوال په ترڅ کی به د نڅاوو ډېر زياتې نندارې وړاندی شی. د اسپانيې، ايتاليې، جاپان او هالند په شمول د زياتو هېوادونو د نڅاوو مشهور هنرمندان به خپل په زړه پوری اثار وښيی. علاوه پر دې د چين زياتې اوپيراګانی به وښودل شی ،لکه چی د جيانګ سو ولايت د سو جون د کون شان د محلی اوپيرا نامتو اثار چانګ شن ديان چی د چين د يوه پاچا او د هغه د مېرمنې ترمنځ د عشق په باب قصه تشريع کوی.

د دری دېرشو کلونو په تېرېدو سره د هانکانګ هنری فيستوال په هانکانګ حتی په اسيا کی يو مهم هنری فيستوال دی او د نړۍ د مختلفو ځايونو د خلکو زياته توجه يی ځانته اړولی ده.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس تاسو د هانکانګ د دری دېرشم هنری فيستوال په باب څه معلومات واورېدل. د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد. خوشحاله اوسی!