
پسرلني جشن د چين د خلکو يوستر عنعنوي اختر دی ، د اختر په موده کې د چين په بيلابيلو ځايونو کې خپل ځانګړي خصوصيت لرونکي فعاليتونه ترسره کيږي
لومړي مونږ ستاسو سره يو ځای د چين د معبد بازار ته ځو او د معبد بازارد منظرو سيل به وکړو ٠
د چين د بيجنګ په ښار کې د معبدونود بازارونو په فعاليتونو کې د لونګ تان په نامه د معبد بازار د ليدو وړ او په زړه پوري دی ٠ دا بازار په حقيقت کې د لونګ تان په لوي پارک کې جوړشوی دی ددې فعاليتونو د تشکيلاتي کميټې رئيس ښاغلي لي وي خوا وويل څرنګه چې سږکال د چين د دهقاني جنتري سره سم د چرګ کال دی نو ځکه په سږني بازار کې زيات فعاليتونه د چرګ سره اړه لري ٠ هغه وويل ---- اواز ٢
په روان کال کې مونږ د چين د عنعنوي چرګ کال د خصوصيت سره سم د عنعنوي فولکلوري معبدي بازار د فعاليتونو د جوړولو پر بنا يو لړ بيخي نوي فولکلوري نمايشونه رامنځته کړل يعني د چرګانو نمايش دی ، داسي نمايش په تيرو معبدي نمايشونو کې هم نه دی ليدل شوی ، دا د لونګ تان په معبدي بازار کې يو ابتکار ګڼل کيږي ٠
د چرګانو نمايش داسي دی چې لوبغاړي د چرګانو په ښکلو بڼو ګنډل شوي کالي اغوندي او د چرګانو په صورت د موزيک سره سم نڅاکوي ترڅو خلک خوشاله وساتي ٠
د لونګ تان په معبدي بازار کې د چرګانو د نمايش نه پرته ټول پارک په رنګارنګو او ښکلو فيتو ، جنډو او سرو فانوسونو ښکلي شوی دی ٠ منظرې يې ډيرې په زړه پورې او د ليدو وړ دي ٠ دغه راز په دې معبدي بازار کې نورې سپورتي لوبې او هنري نمايشونه هم ليدل کيږي ٠
هرکال د چين د پسرلني اختر په موده کې زيات شمير خارجي سيلانيان هم پکې برخه اخلي ٠ ښاغلي لي وويل
تيرکال تقريبأ يو مليون تنه چيني او خارجي سيلانيان زمونږ معبدي بازار ته راغلي وو چې په دې جمله کې د اروپايي هيوادونو ، د امريکې ، جاپان ، د کوريا جمهوريت او د جنوب ختيځې اسيا د ځينو هيوادونو دوستان هم شامل وو ٠ هغوي د چينايانو سره يو ځای زمونږ د عنعنوي اختر خوښي او نيکمرغي احساسوي ٠
قدرمنو دوستانو د شمالي چين د معبدي بازار د سيل نه وروسته اوس مونږ د جنوبي چين د ګوانګ جو په ښار کې د ګلانو بازار ته ځو او د جنوبي چين بل ځانګړي بازاربه وګورو ٠
ګوانګ جو ښار د چين د ګلانو د ښار په نامه شهرت موندلی دی ٠په نوموړي ښار کې ټول کال تازه ګلان ليدل کيږي ٠ د چين د پسرلني اختر په موده کې د ګلانو بازارتر اوسه پوري څه دپاسه دوه سوه کاله تاريخ لري ٠په دې وروستيو کلونو کې د ګوانګ جو ښار د ګلانو د بازار پيمانه نوره هم پراخه شوې ده ، هرکال څو مليونه چيني او خارجي توريستان نوموړي ښار ته ځي او د ښکلو ګلانو څخه خوند اخلي ٠٠
که څه هم د ګوانګ جو په ښار کې هرکال د ګلانو بازار جوړيږي خود هرکال د ګلانو بازار خپل ځانګړي خصوصيت لري ٠ د ګوانګجو ښار د پسرلني اختر د هرکلي دپاره د ګلانو د بازار د اداري کميټې مرستيال ښاغلی چنګ سي دا وويل ====٥ ===
سږکال د ګوانګجو د ښار د ګلانو بازار څو خصوصيتونه لري ، لومړي – د ګلانو په بيلابيلو بازارونو کې د خپل خصوصيت له مخې دهنري نندارواوخاصو خوراکونوپه شمول پروګرامونه جوړشوي دي ٠، دوهم د ګلانو بازار د ښاري کلتوراو توريستي چارو سره يوځای شوي دي ، سياحان کولي شي چې د مربوطو څانګو د ترتيباتو سره سم په يوه ورځ کې هم د ګلانو بازار او هم د ګوانګ جو د ښکلي ښاري څيرې سيل وکړي ٠
قدرمنو دوستانو د چين د فانوسونو جشن هم ډير په زړه پورې دی او هم د پسرلني اختر په موده کې جوړيږي ٠د جنوب لويديځ چين د سي څوان ولايت د ځي ګونګ ښار د فانوسونو جشن په چين کې د فانوسونو د لومړي جشن په حيث بلل کيږي، ټول فانوسونه او څراغونه ظريف ﻻسي صنعتي هنري شيان دي او ډير ښکلي ښکاري ٠ د عصر د پرمختګ او د ساينس او تکنالوژي د ترقي له امله د چين په عنعنوي فانوسونو او څراغونو کې علمي او تخنيکي وسايل هم شامل شوي دي ٠مثلأ نور او بريښنا فانوسونه او څراغونه نور هم ښکلي کړي دي ٠
ګرانو دوستانو د چين د پسرلني اختر په ورځو کې زيات د خوښۍ او ليدو وړ فعاليتونه جوړشوي دي ٠ که تاسي ورسره علاقه لري لطفأ په راتلونکي کال کې چين ته راشي او د چينايانو سره يو ځای د چين پسرلني اختر تيرکړي ٠