<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-05 16:24:34    
پوښتنو ته ځواب

cri

رمز—وانګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده .د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې کلنی غونډه د مارچ په دريمه نيټه په بېجينګ کی پرانيستله شوه .ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس په باب څه معلومات وړاندی کړی .

وانګ— د چين د کمونست ګوند تر لارښوونی لاندی د څو ګونديزی همکارۍ او سياسی مشوری نظام د چين اساسی سياسی نظام دی او د سياسی ګوندونو په باب داسی نظام هم ګڼل کيږی چه د چين له واقعيت سره سمون خوری او چينی خصوصيت لری .د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس ملی کميټه د چين د بيلا بيلو ديموکراتيکو ګوندونو ، ولسی ډلو ، مختلفو قومونو او بيلا بيلو حلقو د شخصيتونو دپاره د هيواد په سياسی چاروکی د ګډون او پر سترو موضوعاتو باندی د بحث په هکله د مهم ارګان په حيث په چين کی عالی مشورتی ارګان ګڼل کيږی .

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د تشکيلاتو په لحاظ پراخه نماينده ګۍ لری او ملی کميټه يی د چين د کمونست ګوند ، بيلابيلو ديموکراتيکو ګوندونو ، غير ګوندی شخصيتونو ، ولسی ډلو ، ملی اقليتونو ،

مختلفو حلقو او د هانکانګ او مکاو د دوو خاصو اداری سيمو له نماينده ګانو او د تايوان د هيوادوالو او له خارجی هيوادونو نه چين ته د بيرته راغلو هيوادوالو له استازو او رابلل شويو خاصوشخصيتونو څخه عبارت دی . د چين په ولسی

سياسی مشورتی کنفرانس کی د بيلا بيلو ګوندونو ، ډلو ، قومونو او مذهبی شخصيتونو استازی د هيواد په سياسی چارو کی برخه اخلی او د دولت پر سترو موضوعاتو باندی بحث کوی . د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د هری دورې د ملی کميټې د ماموريت موده پنځه کاله ده او په هر کال کی يو ځل عمومی غونډه جوړيږی . ښږنی غونډه د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د لسمې ملی کميټې دريمه غونډه ده .

ګرانو اوريدونکو ، د ملی کميټې غړی به په دی کلنی غونډه کی د کرنی کليو او بزګرو د موضوعاتو په شمول په يو شمير موضوعاتو باندی بحث وکړی او مونږ به په خپلی خپرونی کی مربوط خبرونه وړاندی کړو .هيله ده چه تاسو په مداومه توګه مونږ ته ليکونه راوليږی او له خپلو ګټورو مشورو څخه مونږ هم برخمن کړی.