دچين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د هند خارجه وزير سينګ د مارچ په ٤ نيټه په نوی ډيلی کی دا خبره بيا تاييده کړه چه د هندی کشمير او پاکستانی کشمير د مرکزونو ترمنځ دسرويسونو تګ راتګ به ټولو هنديانو او پاکستانيانو ته خدمت وکړی .
سينګ وويل چه د انسان دوستۍ په نظر کی نيولو سره هند او پاکستان له انعطاف منونکی رويی څخه کار واخيست او د نوموړو سرويسونو د ترانسپورتی کرښی د پرانستلو په هکله موافقی ته رسيدلی او په کشميری سيمه کی د کورنيو د جلا شويو غړو د بيا يوځای کيدو لپاره يی اسانتياوی برابری کړی دي .