د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د هند د ملی دفاع وزارت د مارچ په پنځمه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چه د هغه هيواد پوځ د کشمير د کنټرول په اصلی کرښه کښی له هندی خوا څخه د مينونو په ايستلو پيل کړيدی ترڅو چه د هندی کشمير او پاکستانی کشمير د مرکزونو ترمنځ د ترافيکی کرښې د پرانيستلو دپاره تيارۍ ونيول شی٠
د هند د أسيايی اژانس د خبر له مخی، د هند پوځ به د اپريل په اوومه نيټه د دی عامه ترافيکی کرښې له پرانيستل کيدو نه مخکښی د مينونو ايستنه ترسره کړی٠
هند او پاکستان پخوا د کشمير د اووه سوو دوه څلويښتو کيلومترو کنټرولی کرښې په دواړو خواوو کښی زيات مينونه خښ کړی تر څو چه د متقابلې خوا د تيری مخه ونيول شی٠ دواړه خواوې په تيره مياشت کښی د هندی کشمير د مرکز سرينيګر او د پاکستانی کشمير د مرکز مظفر اباد ترمنځ د ترافيکی کرښې د پرانيستلو په باب موافقې ته ورسيدلې٠