د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان يوه عالی رتبه مامور د مارچ په پنځمه ورځ وويل چه د پاکستان امنيتی پوځ په همدې ورځ دټوپکو په ډزو سره دوه تنه خارجی وسله وال کسان مړه کړل او يوولس تنه يی ژوندی ونيول٠
نوموړی مامور وويل چه د پاکستان امنيتی پوځ په همدې ورځ پر هغو وسله والو کسانو باندی حمله وکړه کوم چه د پاکستان د شمالی وزيريستان د قبائلو د سيمې او افغانستان ترمنځ د سرحدی سيمې په يوه ګوښه کلی کښی پټ شوی وو٠ دوه تنه خارجی وسله وال کسان د جګړې په بهير کښی مړه شول او په نيول شويو يوولسو تنو کښی لږ تر لږه دری تنه خارجيان شامل دی٠
د خبر له مخی په تير کال کښی پاکستانی پوځ د قبائلو په سيمه کښی چه له افغانستان سره ورڅيرمه ده، څو سوه تنه خارجی وسله وال کسان وژلی يا يی ژوندی نيولی دی٠