د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی .، د چين خارجه وزير لی جاو شينګ د مارچ په ٦ نيټه په بيجينګ کی په مطبوعاتی کنفرانس کی دا څرګنده کړه چه د چين او پاکستان د روابطو پياوړتيا د سيمی انکشاف او استقرار ته ګټه لری .
هغه د پاکستانی خبريال پوښتنی ته په ځواب کی نوموړی مطالب څرګندکړل او و يی ويل چه په څو اړخيزو ساحو او سيمه ايزو سازمانونو کی د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه همکاری نوره هم نژدی والی نه يوازی د چين او پاکستان خلکو ته ګټه رسوی ، بلکه د سيمی د انکشاف او استقرار لپاره هم ګټوره ده .
لی جاو شينګ دا هيله هم څرګنده کړه چه په راتلونکی مياشت کی په پاکستان کی د اسيايی هيوادونو د همکارۍ د ديالوګ په هکله د خارجه وزيرانو په ګډون ٤مه غونډه بريالی شی . هغه وويل چه دغه غونډه به د پل رول ولوبوی او د اسيايی هيوادونو ترمنځ د يووالی او همکارۍ پياوړتيا ته به فايده ولری .