د سينهوا اژانس دخبر له مخی د پاکستان د مطبوعاتی ذرايعو د خبر په قول د مارچ په ٥نيټی شپه د پاکستان يوه اورګادۍ د پاکستان د ختيځی برخی د پنجاب په ولايت کی د اورګادی له پټلی نه ووت چی په دی اثر لږ تر لږه ٦ تنه مړه او څه دپاسه ٤٠ تنه ټپيان شول .
د خبر له مخی دعملی د غلطی لارښوونی له امله نوموړی پيښه رامنځته شوه .اوس د سيمی د اورګادی د پټليو څانګی مسئول او اړوند انجنير له خپلی وظيفی نه استعفا کړی ده .د پاکستان حکومت به هم مړه شويو کسانو ته جبران اود ټپيان شويو کسانو فوری علاج وکړی .