<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-06 16:41:29    
د سويس په باب اوه عجايب

cri

سويس په منځنی اروپا کښی واقع دی او د ښکلو منظرو په وجه د نړۍ د باغ په نامه ياديږی او د دقيقو ، ښکلو اودوامدارو ساعتونو په توليدولو کښی يی په نړۍ کښی د ساعت د پادشاهی دولت شهرت موندلی دی . علاوه پردی سويس اوه نور عجايت هم لری . لومړی خصوصيت يی دا دی چه المانی ژبه ، فرانسوی ژبه ، ايتاليايی ژبه او د سويس او رومن ژبه د سويس د رسمی ژبو په توګه ټاکل شوی دی .د سويس رسمی اسناد په يو وخت کښی په المانی ،سويسی فرانسوی اوسويسی ايتالوی ژبو خلکو ته خپريږی . دوهم خصوصيت يی دادی چه سويس خپل قوم نه لری ، سويس د جرمنی . فرانسی ، ايتاليی او نور و قومونو څخه متشکل دی چه په دی جمله کښی جرمنيان تر نورو ټولو قومونو نه ډير زيات دی او څه نا څه دوه اويا فيصده نيسی . دريم خصوصيت يی دا دی چه دسويس دولتی او حکومتی مشری د يوه اوه کيسز فدرالی کميسون دغړو له خوا په نوبت سره سرته رسيزی او د ماموريت دوره يی يو کال ده . څلورم خصوصيت يی دا دی چه که څه هم سويس يو دايمی بی طرفه هيواد دی ، خو خپل اردو لری .پنځم خصوصيت يی دا دی چه که څه هم دسويس خاوره ډيره لږه ده او د مځکی لاندی منابع يی ډيری لږی دی ، خو د هرتن په سر متوسط عايدات يی د نړۍ په مخکښنی کتارکښی ځای لری . شپزم خصوصيت يی دادی چه سويس بيلا بيل تعليمی نظامونه لری .دسيوس په شپږ ويشتو ايالتونو کښی شپږ ويشت تعليمی نظامونه رواج لری او هر ايالت خپلی تعليمی چاری اداره کوی او پخپله لګښتونه راټولوی او درسی مواد تدوينوی . په سويس کښی لس کلن اجباری تعليمی نظام اجرا کيږی . اووم خصوصيت يی دا دی چه که څه هم سويس دملګرو ملتو غړی هيواد نه دی ، خو دملګرو ملتو د تاسيس نه دمخه د بين المللی اتحاد مقر د سويس په ژنيو کښی و او اوس هم د مګرو ملتو يو مقر په ژنيو کښی واقع دی .