<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-07 15:39:36    
خندا د انسان د روغتيا له پاره خاص رول لري

cri

ټولو ته معلومه ده چه خندا تر يوي اندازي پوري د انسان د ښې روحيي او خوشحالي څرګندوي ده ٠ داړوندې څيړنې له مخې خندا د اعصابو هيجان او خرابي له منځه وړي ٠ د فرانسي يو مشهور طبي متخصص ويلي دي چه خندا د انسانانو د کولمو، ځيګر ، او د دماغ طاقت پياوړي کوي او د اعصابو خرابي او بي خوبي ليري کوي ٠ هغه د مثال په توګه ويلي دي چه که يو ناروغ سړي تل خپل درد ته متوجه وي ، نو حتمأ به درد لا ور ته سخت ښکاري ، که خوشحالۍ او خندا ور ته پيدا شي ، توجه به يي بلې خوا ته واړول شي او درد به يي کم شي ٠ نو ويل کيږي چه خندا د روغتيا له پاره ډيره ګټه لري ٠ دغه راز د امريکې د اړوند کار پوه په نظر خندا يو ډول کيمياوي تحريک انعکاس دي او د بدن بيلا بيل جهازونه يي فعالوي ٠ په تيره بيا خندا د دماغ د تحريک او د داخلي ترشح د پرمخبيولو له پاره ګټور رول لوبولي شي ٠ نو يا د فيزيولوژي علم له نظره يا د روان شناسي له نظره له زړه نه خندا د نيک روحي حالت څرګندوي دي چه دا د دعصبي سيستم د ثبات او د بيلا بيلو ناروغيو سره د انسان د مقاومتي لياقت د پياوړتيا له پاره ډيره ګټه لري ٠ په تاريخ کې د ډير اوږد عمر هغه مشهور شخصيتونه رامنځ ته شوي دي چه په خپل ټول عمر کې ډير خوش او شوخ طبع ښکاريدل ٠ لکه په نړۍ کې د کميدي ډير مشهور هنرمند چارلي چاپلين د اته اتيا کالو له پاره ژوند وکړ ٠ نوموړو مشهور شخصيتونو په ټول عمر کې زياتو خلکو ته خندا رسولې او له بلې خوا د انسان د ژوند له حقيقت ، کمال او جمال نه تجربې يي ترلاسه کړي دي ٠ برعکس هغه خندا چه د زړه او فکر په خلاف ده او صداقت نه لري ، لکه بده خندا ، جعلي خندا او داسي نور به د ځينو ناروغيو سبب شي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان له پاره خوشحالۍ ، خندا ، خفه ،غوسه ، قهر او داسي نور احساسات که په مناسب ډول کنترول نه شي ، حنمأ به د انسان روغتيا ته ضرر ورسوي ٠ مثلأ که سخته خندا نه کنترول کيږي ، دا به د زړه ناروغانو ته خطر ورسوي ٠