<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-07 15:46:09    
د ځونګ ګوان څون په علمی او تخنيکی ناحيه کښی هغو کارپوهانود څيړنی غنی او علمی نتيجی لاس ته راوړی دی کوم چه په خارج کښی دلوړو تحصيلاتود ترسره کولو نه وروسته بيرته خپل وطن ته راستانه شوی دی .

cri
د ځونګ ګوان څون علمی او تخنيکی ناحيه دبيجينګ په شمال لويديځه برخه کښی واقع ده په دغه ناحيه کښی څه د پاسه سل علمی څيړونکی انستيتيونه او ديرش عالی رتبه مدرسی شته .علاوه پردی د ځونګ ګوی څون په علمی او تخنيکی ناحيه کښی دتصديو دجوړولوپه برخه کښی نوموړو کارپوهانو او کارکونکو د تشويق او د ملاتړ کولو دپاره په ناحيه کښی خدمتی مقر تاسيس شوی دی او دپانګو په برخه کښی د نوموړو کارپوهانو سره مرسته شوی ده .
په دی سبب نوموړی ناحيی زيات شمير کارکوونکی ځانته را جلب کړی دی . ښاغلی څوی څون کوانګ چه تير کال له انګليستان څخه بيرته خپل وطن ته راستون شو خبريال ته وويل ( اواز ) اوس مونږ د ډيرو نويو تخنيکونو د څيړنی او بهره بردارۍ په کارونو لاس پوری کوو ، مونږ غواړو چه ځانته مناسب ځای را پيدا کړو ،ځکه چه تخنيکونه يو مکمل سيستم لری او دننه په کسب کښی متقابلو همکارۍ ا و ملاتړ ته اړتيا لری .نو ځکه مونږ غواړو چه يو داسی ځای ځانته را پيدا کړو کوم چه عالی او نوی تخنيکونه پکښی زيات متمرکز شوی وی .، زمونږ په نظر ځونګ ګوی څون يو ډير ښه ځای دی .
دښاغلی څوی څون کوانګ له خوا جوړه شوی تصدۍ په عمده ډول د بی سيم
انفارميشين دراغونډولو په تخنيک څيړنه کوی . د خبر له مخی نوموړی
تخنيک به د مالونو د تبادلی ، ويديو فريکونسی ، تجارتی چلند او مواصلاتو په ساحوکښی په کار واچول شی . په دی وروستيو وختونو کښی دغه تخنيک د نوی اختراع جايزه ترلاسه کړی ده کوم چه دانګليستان د حکومت له خوا هغه ته ورکړای شوی ده .ښاغلی څوی څون ګوانګ په خوشحالی سره خبريال ته وويل ( اواز ) اوس دغه تخنيک په ټوله نړۍ کښی مترقی ځای لری ، دهيواد په دننه او دباندی کښی زيات مشتريان زمونږ سره خبری اتری کوی ،ددغه تخنيک څخه د استفادی راتلونکی ډيره پراخه ده او دا د يو صنعتی انقلاب په توګه هم بلل کيږی .
يو بل کارکوونکی جانګ باو چينګ چه له ايتاليی څخه بيرته خپل وطن ته راستون شو ، په خپله جوړه شوی تصدۍ کښی کاميابۍ هم ترلاسه کړی ده . جانګ باو چينګ وويل چه چين يو داسی هيواد دی چه داوبو منابع د ډير قلت په حال کښی دی ، نوځکه دده تصدۍ په عمده ډول د استعمال شويو اوبو د تصفيی دپاره دتوليداتو په بهره بردارۍ او داوبو په دورانی استفادی لاس پوری کوی، همداراز دغه توليدات داسی خصوصيتونه هم لری چه دانرژيو مصارف يی ټيټ دی او په موثره توګه په اوبوکښی دميکروب ،ويروس او جراثيم مخنيوۍ کولی شی . داوبو دحل دپاره هغه توليدات چه دښاغلی جانګ باو چينګ له خوا څيړنه اوتوليد شوی دی ، په نړۍ کښی مترقی سويه لری ، نو ځکه د زياتو خارجی مشتريانو اعتبار يی حاصل کړی دی . هغه زمونږ د راډيو خبريال ته وويل که څه هم زمونږ د شرکت د تاسيس وخت نسبتا لنډ دی ، خو تراوسه پوری مونږ يو شمير مشتريان لرلی دی ، په تيره بيا توليدات مو دخارجی مشتريانو له خوا ښه پيژندل شوی دی .اوس زمونږ توليدات جاپان ، هسپانيی ،امريکی،هند، دکوريا جمهوريت . استراليا ،
سينګاپور اود ترکيی په بزارونو کښی پلورل کيږی .
د ځونګ ګوی څون په علمی او تخنيکی ناحيه کښی د څوی څون کوانګ او جانګ باو څينګ په شان داسی کارپوهان او کارکوونکی هم ډير زيات دی .د احصائيی له مخی په دی وروستيو کلونو کښی نوموړی کارکوونکی ورځ په ورځ زيات شوی دی کوم چه دتصديو دجوړولو دپاره دځونګ ګوی څون علمی او تخننيکی ناحيی ته راځی . اوس په نوموړی ناحيه کښی دوه زره دری سوه داسی تصدۍ موجودی دی چه دنوموړی کسانو له خوا جوړی شوی دی . څه نا څه شپږ زره تنه نوموړی کارپوهان او کارکوونکی چه په خارج کښی دخپلو لوړو تحصيلاتو دترسره کولو نه وروسته بيرته خپل وطن ته راستانه شوی دی، په دغو تصديو کښی کار کوی .