د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د مارچ په اوهمه نيټه د پاکستان د سمندری د قواوو په يو مراسمو کی چه په جنوبی بندری ښار کراچی جوړ شوی و ، وويل چه پاکستان اجازه نه ورکوی چه کم بل هېواد هندی سمندر تر خپل کنترول ﻻندی راولی ٠
هغه وويل چه پاکستان د هندی سمندر د کنترول په برخه کی و هر هېواد سره مخالفت کوی او هم په بل هېواد باندی د تيری هڅه نکوی ٠ اوس پاکستان يوازی د خپل حاکميت او خاورو د بشپړتيا د ساتلو لپاره ملی دفاع پياوړی کوی٠
اوس پاکستان په ګوادر کی د ژورو اوبو يو نوی بندر جوړوی او د دې بندر له بشپړيدو نه وروسته به د پاکستان د سمندری حمل و نقل حجم ډير زيات شی ، له دې امله پاکستان په هندی سمندر کی د حمل نقل امنيت ته نوره هم توجه کوی٠