<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-08 15:43:22    
د چين د ماشومانو د رشد او ودې حالت ښه شويدی

cri

ګرانو اوريدونکو ، د ماشومانو نړۍ په ننني خپرونه کي به تر دي عنوان لاندي يو لنډ مضمون واوري چه د چين د ماشومانو د رشد او ودې حالت ښه شويدی ٠

د چين په ټول هيواد کي د ماشومانو د تغذيې او روغتيا د تحقيقاتو لمخې چه د چين د روغتيا د وزارت او د چين د ناروغيو د وقايې او کنترول د مرکز لخوا تازه سر ته رسيدلي دي ، په چين کي د خلکو د ژوندانه د سويې د لوړوالي سره سم د ماشومانو د رشد او ودې حالت عمومأ ښه شوی ، د بدې تغذيې تناسب يي کال په کال کم شوی او د هغو ماشومانو شمير يي زيات شويدی چه د مور شيدي خوري ٠ مګر د چين په کليوالي سيمو کي د ماشومانو بده تغذيه لا هم ليدل کيږي ٠ د نوموړو تحقيقاتو څخه څرګنديږي چه د ښاري او کليوالي ماشومانو منځني وزن زيات توپير نه لري چه تازه زيږيدلي دي ، خو د زيږيدنې د څلورو مياشتو نه وروسته د ښاري ماشومانو د ودې وضعيت د کليوالي ماشومانو څخه ښه ښکاري ، په تيره بيا د چين په لويديځو سيمو کي د ماشومانو د ناوړې تغذيې تناسب د هيواد د مرکزي او ختيځو سيمو نه زيات دی ٠ د احصايي لمخې په سلو کي د شپيتو هغو ماشومانو تناسب چه عمر يي نيم کال دی ، د مور شيدي خوري ، خو په کليو کي دغه تناسب په سلو کي اويا ته رسيږي ٠ مګر د ماشومانو د زيږيدو نه څلور مياشتې وروسته دغه تناسب د کميدو په حال کي دی چه له دي څخه څرګنديږي چه بايد په زيات کوشش سره ميندو ته د مور د شيدو په واسطه د ماشومانو د روزلو ګټور معلومات ورکړي شي ٠ د تحقيقاتو څخه ښکاري چه د هغو ماشومانو وده چټکه نه ده چه د بد کيفيت لرونکو شيدو پودر خوري ، دغه راز په سلو کي د نهو ماشومانو رشد او وده پڅه ده

او په سلو کي اوه ماشومان معياري وزن ته نه رسيږي او په سلو کي تقريبا نهه ماشومان ډنګر دي ٠خو د هغو ماشومانو نوموړي تناسبونه چه د بد کيفيت لرونکو شيدو پودر يي ندي خوړلې ، کم ښکاري ٠ نو ويل کيږي چه حکومت بايد په راتلونکي وخت کي په کليوالي سيمو کي په تيره بيا د لويديځ چين په غريبو ، سرحدي او قومي سيمو کي د ماشومانو د ښې ودې دپاره زيات کوشش وکړي ٠ ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو تر دې عنوان لاندي يو لنډ مضمون واوريد چه د چين د ماشومانو د رشد او ودې حالت ښه شويدی ٠