مول
ي يو ډول ډير ښه سبزي ده چه غذايي ارزښت يي هم ډير لوړ دي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې په مولي کې ويتامين اي ، بي ، سي او ځيني معدني مواد لکه کلسيم ، فلسفورس او اوسپنه موجود دي ٠ همداشان مولي د هاضيمې او بلغم د ليري کولو له پاره هم ګټوره ده ٠ د مولي څخه هم ډول ډول خوراکونه جوړيداي شي ٠ لکه د مولي او د پسه غوښې ښوروا او جوړونه يي په دي ډول ده ، يو يا دوه برابر سپين مولي د نرم تار په شان اوږدې اوږدې پري کړۍ، بيا په يوه ديګ مې تينع برخه اوبه پکې واچوي او ديګ د اور د پاسه کيږدۍ ، اوبه کله چه وايشوي ، بيا د پسه غوښې قيمه شوي څو کلولي پکې واجوي ، کله چه کلولي پاخه شي ، پري شوي مولي پکې واچوي ٠ د لږ څه وخت نه وروسته پکې لږ دنيا او د اړتيا وړ مالکه هم ور زياته کړۍ٠ په دي توګه خوندوره ښوروا يا سوپ تيار شي ٠ د چين د عنعنوي طب له نظره مولي نه يوازي يو ډول ښه سبزي ده بلکه درملي ارزښت يي هم ډير لوړ دي ٠ مثلأ مولي د توخي د ناروغۍ د مخنيوي او د معدي د هاضيمې له پاره ګټور دي ٠ دغه راز په مولي کې اوبه ډير زيات موجود دي ، که په اوبو کې يي پوخ کړۍ او له اوبو سره يي وخوړل شي ،د ورم د ليري کولو او د روان ميتياز د ساتلو له پاره موثر رول لوبولي شي ٠ مولي د ژمي موسم سبزي ده ، په ژمي کې
هوا ډيره يخه او وچه ده ، نو په دي موسم کې د سړو وهلو ، توخي کولو او داسي نور ناروغۍ ډير پيدا کيږي چه ټول د وچې او يخې هوا له امله رامنځ ته شوي دي ٠ نو په دي موسم کې د انسان د روغتيا له پاره د اوبو پوره کول د توجه وړ مسئله ده ٠ نو ډکترانو پيشنهاد وکړ چه په دي موسم کې د روغتيا د ساتنې له پاره ښه به دا وي چه زيات اوبه وڅښي د ډوډۍ خوړلو په وخت کې زيات اوبه لرونکي ميوي او سبزي وخوري ٠