<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-08 19:38:15    
د چين د ښځينه کارکوونکو حقه حقوق او ګټې ترحمايت لاندی راغلی دی

cri

په چين کی که څه هم د کار او استخدام او حق الزحمی په برخه کی ښځی د نارينه ؤ په شان مساوی حق لری ، خو د ښځينه کارکوونکو د حقه حقوقو او ګټو په خلاف پيښی هم کله نا کله کيږی . په دی غرض چه ددوی حقه حقوق اوګټی وساتل شی ، د چين د کارګرو او کارکوونکو په اتحاديو کی د ښځينه کارکوونکو ځانګړی کميټې جوړی شوی او مخ په زياتيدونکو تصديو اړوند ځانګړی تدبيرونه هم نيولی دی .

د وروستيو کلونو راهيسی په چين کی د غير دولتی او شخصی اقتصاد په چټک انکشاف سره په نوموړواړوندو تصديو کی ښځينه کارګران او کارکوونکی هم ورځ په ورځ زياتيږی . د چين په ختيځ کی د جيانګ سو ولايت په مرکز نان جين ښار کی زياتی غير دولتی تصدي ليدل کيږی او په هغو کی پخوا د ښځينه کارکوونکو د حقه حقوقو او ګټو پر خلاف پيښی شوی وی . لکه د اميدوارۍ په موده کی ځينې ښځې له حقه حقوقو او ګټو نه محرومی شوی ، د کار او استخدام د فرصتونو د پيداکولو په بهير کی د ښځو د تحقيرولو پديدی هم ليدلی کيدلی . په دی هکله د تيرکال په پای کی د نان جين ښاروالی له غير دولتی او شخصی تصديو څخه وغوښتل چه د ښځينه کارکوونکو د حقه حقوقو او ګټو د حمايت ځانګړی موافقت نامه ترجدی تطبيق لاندی راولی .

د فونګ لين يا ګه په نامه د خوراکونو او ساعتيرۍ محدود شرکت د نان جين ښار يو غير دولتی هوټل دی او د کارکوونکو په سلوکی اتيا برخه يی ښځی دي . عمومی منيجری ميرمنی ليانګ يو چيانګ خبريال ته وويل چه زمونږ شرکت له هری ښځينه کارکوونکې سره نوموړی موافقت نامه لاسليکه کړی ده . هغی وويل ___ نوموړی موافقت نامه د هيواد د کار او دکارګری اتحاديو د قوانينو ، د ښځينه کارکوونکو د حمايت په هکله د هيواد او دجيانګ سو ولايت د اړوندو قوانينو او قاعدو له مخی او زمونږ د شرکت د واقعی حالاتو په نظر کی نيولو سره لاسليکه شوی ده . په دی جمله کی يوه مهمه ماده دا ده چه هغی ښځی ته چه کار يی د نارينه ؤ سره فرق نه لری ، بايد د نارينه ؤ سره برابر معاش ورکړی شی .

٣٠ کلنه دينګ يو دي د نوموړی هوټل د ميلمنو په کوټوکی د خدمتګارو مشره ده او دری کاله کيږی چه هلته کار کوی . هغی خبريال ته وويل چه شرکت هغو ښځينه کارکوونکو ته چه کورونه يی په نان جين ښار کی نه دي ، په وړيا ډول د اوسيدو کوټې او د دوبی په موسم کی يی دوی ته يخ مشروبات برابروی . دغه راز څوک چه د زيږيدنی ورځ نمانځی ، شرکت د ځانګړی کيک په وړاندی کولو سره ورته مبارکی وايی . ميرمنی دينګ يو دي وويل __ په هوټل کی مونږ د نارينه ؤ په شان مساوی مقام لرو . ، نو په دی وجه زه خوشحاله يمه چه دلته کار کوم .

د چين د نساجۍ په ساحه کی زياتره کارکوونکی ښځی دي .خبريال د چين د نساجۍ د صنايعو د ټولنی لخوا دا معلومات ترلاسه کړل چه اړوندې فابريکی د ښځينه کارکوونکو د حقوقو او ګټو ساتلو ته په ډيره درنه سترګه ګوری ، په تيره بيا د اميدوارۍ او د ماشوم د زيږولو په موده کی د اړوندو قانونی مادو سره سم دوی ته رخصتی ورکوی .مثلأ د خه بی ولايت په مرکز شه جيا ځوانګ ښارکی دنساجۍ د يوې فابريکی کارګرې ما شي ای خبريال ته وويل ___ دچا چه داميدوارۍ موده يی اووه مياشتې پوره شی ، له اړوندی رخصتی نه ګټه اخستلای شی او د رخصتی په موده کی معاش اونورې حق الزحمی يې هم ساتل کيږی . دغه راز هر کال فابريکه ښځو ته دروغتيايی معاينی فرصت برابروی او هره ورځ د کار د پای ته رسيدو نه وروسته مونږ په ځانګړی کوټه کی ځانونه وينځو او بيا کورونو ته بيرته ځو .

سربيره پردی دچين د اوسپنيزو لارو د کارګرو اتحاديی ددی کسب د کارونود ځانګړيتوب په نظرکی نيولوسره خپلو ښځينه کارکوونکو ته د روغتيايی ساتنی لپاره بيلابيلی بيمی برابرې کړی دی .

د چين د کارګرو د عمومی اتحاديی په اړه د ښځينه کارکوونکو د ادارې د ميرمنی جين اينګ په قول ، د وروستيو کلونو راهيسی که څه هم چين د ښځينه کارکوونکو د حقه حقوقو او ګټو د ساتلو په برخه کی زيات او لوی ګامونه اخيستی دی ،خوځينی نيمګړتياوی هم موجودی دي . هغی وويل ___ په ځينو غيردولتی او شخصی تصديو کی د اميدوارو او ولادی ښځو حقه حقوق او ګټی تر حمايت لاندی نه راځی . اوس موږ په عمده توګه د نوموړو ښځوحقه حقوقو او ځانګړو ګټو ته پام اړوو اود کاراو استخدام له څانګو نه غواړو چه اړوند قوانين به مکمل اوپياوړی کړی او تصدی به تر نظارت او کنترول لاندی ونيسی .