ګرانو اوريدونکو ، په ٢٠٠٤ کال کی د اتن د المپيک په سپورتی لوبو کی د چين ٢١کلن ورزشکار ليو شيانګ د خنډونو په وړاندی د ١١٠ مترو په فاصله د نارينه ؤ د ځغاستی په لوبه کی قهرمان شو او د دی وياړنی په برکته ليو شيانګ چه د شانګهای په ښار کی زيږيدلی او وده يی کړې ، د سترګو په رپ دهيوادوالو او نړيوالو په زړونو کی يو ځلانده ستوری وګرځيد او د ليو شيانګ نوم او اړوند تصويرونه د چين په اخبارونو اونورو مطبوعاتی ذرايعو کی زيات ليدل او اوريدل کيدل او هغه د خلکو ډيری ستاينی حاصلی کړی دي . خو د برياليتوب او افتخار په وړاندی دغه زلمی هم له تواضع او ويښتوب نه کار اخيستی دی .
د ٢٠٠٥ کال د مارچ په لومړی نيټه په پوښلی ستډيوم کی د اسيا د سپک اتلاتيک علنی سيالی د چين په تيان جين ښار کی جوړه شوه ، ليو شيانګ د خنډونو په وړاندی د نارينه ؤ د ٦٠مترو په فاصله د لوبی د پيل دوه ساعته دمخه د سيالی ځای ته ورغی . سره له دی چه په نوموړی سيالی کی دومره زيات ممتاز او غښتلی لوبغاړی نه ؤ ، خو ليو شيانګ لا هم د پخوا په شان په جديت سره د سيالی نه مخکی تياری ونيوه او بالاخره يی د ٧ ثانيو او ٥٠ درجو په برياليتوب سره لومړنی نمبر ترلاسه کړ .چه دا په خپل هيواد کی په نوموړی لوبه کی د هغه تر ټولو ښه موفقيت ګڼل کيږی . ليو شيانګ خبريال ته وويل ___
زما په نظر ، هره سيالی ما ته د تمرين فرصت برابروی . نو پر ځان باندی هيڅ ډول فشار نه اچوم ، خو ليدونکی له ما سره دومره مينه لری چه زما د هرې
لوبی د سيل لپاره راځی . نو زه بايد ددوی لپاره ښه لوبه سرته ورسوم .
لوبغاړی ليو شيانګ او دده روزونکی سون های پينګ په دی وياړی چه د زياتو خبريالانو او هيوادوالو توجه يی رااړولی ده . د اتن د المپيک د سپورتی لوبو نه وروسته ددوی عادی تمرينات او ژوند په زياتو ټولنيزو او تجارتی فعاليتونو کی په ګډون سره بدل شوی دی . زياتو تصديو ليو شيانګ ته بلنی ورکړی چه د خپلو توليداتو په اعلانونو کی برخه واخلی چه له دی امله تر يوی اندازی پوری د ليو شيانګ پر عادی تمريناتو باندی منفی اغيزه اچوله شوی ده . دده روزنکی سون های پينګ وويل _____
د ليو شيانګ په نزد پخوا د تمريناتو نه پرته ، نور پاتی وخت به دده د بدن د مساژ او بيا درملنی لپاره اختصاص ورکول کيده . خو اوس د مساژ او درملنی وخت نوموړو فعاليتونو نيولی دی .
د سون های پينګ په قول دوی دواړه به په روان کال کی د تمريناتو لپاره د هيواد نه بهر ته ولاړشی تر څو په يو ارام او ښه چاپيريال کی په تمريناتو لاس پوری کړی .