<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-09 17:38:46    
د چين د يوه ښارګوټې په ښونځي کې يوه کانادايي ښوونکي

cri

د چين د ګوي جو ولايت په يوه ليري کوچينې ښارګوتۍ کې يوه بهرني ښوونکې شته چه له کانادا څخه چين ته راغلې او سوزاين ستيليس نوميږي ٠ ميرمن سوزاين په دي ښارګوټۍ کې د اتو کالو له پاره ژ وند کړي او نه يوازي روانه چيني ژبه ويلي شي بلکه د محلي لهجې ژبه هم ويلي شي ٠ د محلي ځاي اوسيدونکي ټول ور سره ډيره مينه لري ٠

ګوي جو ولايت د چين په جنوب لويديځه خوا کې واقع دي ٠ ميرمن سوزاين چه تازه د دغه ولايت د پينګ تان ښارګوټې ته راغلې وه ، عمر يي د شپږ ويشتو کالو و ٠ ميرن سوزاين د دي ځاي په يوه قومي ښونځي کې د انګليسي ژبې ښوونکې ده ٠ اوس ميرمن سوزاين څلور ديرش کلنه ده او د څو کالو له پاره يي په دي ښوونځي کې کار کړي دي ٠ لږه موده د مخه زمونږ خبريال دغه ښوونځي ته ولاړ ٠ کله چه زده کونکي خبر شول چه خبريال به له ښوونکې ميرمن سوزاين سره مرکه وکړي ، نو يو د بل پسي يي غوښتل چه خبريال ته څه ووايي ٠ يوه زده کونکې وويل ، ښوونکې سوزاين ډيره ښه ښونکې ده ، بل زده کونکي وويل له ښوونکې سوزاين څخه ډيره مننه کوو ، هغه له مونږ سره ډيرې مرستې کړې او مونږ ته يي د درس لوستلو فرصتونه برابر کړي دي ٠ يو بل زده کونکي وويل کله چه مونږ کوم مصيبتونه ولرو ، ورسره خبري کولي شو ٠ نور زيات زده کونکو هم وغوښتل چه خبريال ته ووايي ، خو په دي وخت کې ميرمن سوزاين راغله او خبريال ور سره د خبرو په بهير کې دا پوښتنه وکړه چه تاسي ولې له خپل هيواد نه دلته راعلي ياست او د ډير اوږد وخت له پاره په دي کوچيني ځاي کې کار کوي ؟ ميرمن سوزاين په روانه چيني ژبه وويل چه کوم خاص علت نه شته ، عمده علت دا دي چه دلته زما له پاره ډير اشنايان شته او د په خپل کور په شان ٠ دلته په هر ځاي کې زما زده کونکي ليدل کيږي ٠ نو زه له دي ځاي سره ډيره مينه لرم ٠ هغه وويل چه ډير پخوا مي په کانادا کې غوښتل چه د چيني کلتور په هکله معلومات تر لاسه کړم ٠ نو په ١٩٩٦ کال کې چين ته راغليم او د چيني ژبې په زده کولو کي پيل وکړ ٠ لږه موده نه وروسته د يو دوست په پيشنهاد هغه د انګليسي ژبي د يوه ښوونکې په توګه د پينګ تان په قومي ښوونځي کې استخدامه شوه ٠ د دغه ښوونځي رئيس ښاغلي ليو سيان يوان خبريال ته وويل چه ميرمن سوازين د انګليسي ژبې د ور زده کولو په هکله خپله خاصه طريقه لري او د هغې تر لارښوونې لاندې اوس زمونږ د ښوونځې د انګليسي ژبې د زده کولو په هکله د زده کونکو دلچسپه او سويه ډيره اوچته شوې ده ٠ بر سيره پر دي ميرمن سوزاين هم تر خپلې وسي پوري ځينو بي وزلو زده کونکو ته زياتې مرستې برابرې کړي دي ٠ له ١٩٩٨ کال پيل نه هغه د خپلو کانادايي خپلوانو او دوستانو له لارې يوه اندازه پيسې راغونډې کړي دي چه دغه پيسې په خاص ډول د نوموړي ښوونځې بي وزلو زده کونکو ته د مرستو ورکولو له پاره ولګول شي څو چه د دوي تحصيلي دنده بشپړه شي ٠ رئيس ليو سيان يوان خبريال ته هم وويل چه د پينګ تان په ولسوالي کې که ميرمين سوزاين کوم کلي ته راشي ، ټول په صميمي توګه ور ته ښوونکې سوزاين وايي او ور ته بلنه ورکړي چه په کور کې يي ډوډۍ وخوري ٠ ويل کيږي چه هغه اوس په پينګ تان کې ډير شهرت لري ٠ د ټولو اوسيدونکو په نظر هغه له مينې نه ډکه ښه ميرمنه ده ٠ د يو کوچيني رستوران سوداګر خبريال ته وويل چه هغه تل زمړنږ رستوران ته راځي او د خوړلو عادت يي زمونږ د محلي ځاي د اوسيدونکو سره هيڅ فرق نه لري ٠ د ميرمن سوزاين له پاره د ډير خوښي وړ خبره دا ده چه په دي ځاي کې اوسيدونکي هغه بهرني نه ګڼي ٠ هغه وويل چه زه ډيره خوشحاله يمه چه په دي ځاي کې خلک ما د يو عادي اوسيدونکي په توګه ګڼي ٠ زه تل د محلي ځاي د اوسيدونکو کور ته ځمه او ور سره يوځاي سابه مينځم او يا ډوډۍ پخومه ٠ دوي ما د خپلې کورني ي غړي په شان بولي ٠