د پاکستان د مطبوعاتی ذاريعو د خبر له مخی : د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف په اصولی توګه د هند د صدراعظم سينګ بلنه منلی ده او د هند او پاکستان ترمنځ د کرکيت د مسابقو د کتلو لپاره به هغه هيواد ته لاړ شي ٠ اوس د دواړو هيوادونو خارجه وزارتونه د مشرف د سفر په باب بحث کوي ٠
د پاکستان د داون ورځپاڼی د پاکستان د خارجه وزارت د نطاق په قول خبر ورکړ چه اوس پاکستان د مشرف د سفر په باب څيړنی کوی او په مناسب وخت کی به پريکړه وکړي ٠
د پاکستان د عامه افکارو په نظر د دی امکان شته چه مشرف به د کرکيت د مسابقو د کتلو څخه استفادی له سينګ سره په غير رسمی توګه خبري اتري وکړي او د هند او پاکستان تر منځ د سوله ايز بهير د پياوړتيا لپاره به بحث وکړي ٠