
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! دوه کاله مخکی چين د ولسی کلتوری موارثو د ساتلو د پلان په تطبيق پيل وکړ او تر اوسه پوری دغه پلان يو لړ موفقيتونه تر لاسه کړی دی. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسو په دې باب څه معلومات واورئ.
ټولو ته معلومه ده چه چين داسي لرغونی هيواد دی چه ارزښتناک ولسي کلتور لری . مګر د ځينو تاريخي علتونو له امله د اوږدې مودې راهيسې ولسی کلتور د خلکو د زياتې توجه وړ نه و. دوه کاله مخکی د چين د ولسی هنرمندانو ټولنې په رسمی توګه د ولسی کلتوری ميراثونو د ساتلو د پلان په تطبيق پيل وکړ. اوس دغه ټولنه په دي هڅه کي ده چه د ټول هېواد د مربوطو پوهانو په راغونډولو سره د چين په بېلا بېلو ځايونو کي د کاغذ قيچی، د سيوری نمايش، په خښتو او لرګيو باندی د حکاکی شويو تصويرونو او د کاغذ ګوډيو يا کاغذ پرانونو په شمول د څه نا څه يو سل ډول ډول ولسی هنری اثارو په هکله عمومی پلټنه کوی. د دغه پلان په تطبيق سره به زيات شمير ولسي کلتوري او هنري اثار وساتل شي مثلا د چينی دودونو او رواجونو تاريخچه، د چينی دودونو په هکله د نقاشۍ مجموعه، د چين د ولسی کلتوری اثارو مجموعه، د چين د حماسی قيصو ليست او د چين د ولسی مثنوی مجموعه به چاپ شي .
د چين کلتوری شخصيتونه دا نظر لری چی ولسی کلتور په چينی کلتور کی يوه مهمه برخه ده. د دغه پلان په تطبيق به د چين او نړۍ دپاره يو شمېر قيمتی کلتوری
شتمنی ښه وساتل شي په تېره بيا د چين د اقتصاد په دوامدار پرمختګ سره د چين د بېلا بيلو ځايونو حکومتونو او مختلفو ټولنو ددي پلان د تر سره کولو دپاره زياته هڅه کړي او کوي يي . د ٢٠٠٤ کال په سپتمبر کی د ولسی کلتوری ميراثونو د ساتلو او استعمالولو په هکله د چين د ولسوالانو دپاره لومړی فورم جوړ شو او په دغه فورم کی د ولسی کلتوری ميراثونو د ساتلو د پلان د تطبيق په باب د تجربو تبادله وشوه.
د چين د ولسی هنرمندانو د ټولنې رئيس بای چانګ ګنګ وويل چی چين کلتوری چارو ته په ډېره درنه سترګه ګوری او اوس د نړيوالو کلتوری ميراثونو په ليست کي د چين د عنعنوي ولسي هنر او کلتور د شامليدو دپاره کوښښ کوی.او د دغه ولسي هنر او کلتور د ساتلو دپاره د نورو هيوادونو سره نژدي همکاري کوي . علاوه پر دې د چين حکومت به د کلتوری موارثو د ساتلو په باب اړوند معلومات زده کوونکو ته ورکړی.
هغه زياته کړه چی د چين ولسی کلتور او هنر نه يوازي د چينايانو بلکي د نړيوالو دپاره يوه لويه او غني خزانه ده او د چين د ټولنې د عصری کېدو د بهير د چټکتيا سره سم به دغه خزانه نوره هم غني شي.
ګرانو اورېدونکو، د هنر او کلتور نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد.