ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه ځکې به د چين د مسلمانانو د ښار لين سيا په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړو٠
د لين سيا ښار د چين په لويديځ کې د ګان سو د ولايت په جنوب لويديځ کې واقع دی ، لين سيا په لرغوني زمانه کې د خه جو په نامه ياديده ، د لين سيا ښار که څه هم کوچنی دی ، خو په دې ښار کې څه دپاسه ديرش لوي او کوچني جوماتونه شته دي ، په دې ښار کې د خوي ، دونګ سيانګ او باو ان قومونو خلک اوسيږي ، هغوي ټول په اسلامي مذهب باندې عقيده لري ٠ د ښار د واټونو په دواړو اړخونو کې د اوسيدونکو کورونه او دکانونه څنګ په څنګ پراته دي ، د زياتو کورونو د دروازو دپاسه د قران کريم ليکو نه ليکل شوي دي ٠
پيغلې سيا ون شي چې دوه ځله د لين سيا ښار ته تللې ده خبريال ته وويل د لين سيا په ښار کې خلک ډير مؤدبه دي او تشريفاتو ته په ډيره درنه سترګه ګوري ، زه په دوبي کې دوه ځله د لين سيا ښار ته تللې وم ، په دوبي کې هوا ډيره توده ده ، خو ما په واټ کې وليدل چې خلک ټولو مرتب لباس اغوستی و او د لمرد وړانګو دمخنيوي دپاره يې شين رنګې عينکې په سترګوکړې وې ، ښځو يې لوپټې په ځان کړې وې ٠
دلين سيا په ښار کې د خوي قوم خلک زيات دي ٠ د دونګ سيانګ او باو ان قومونو خلک د خوي قوم سره يو ځاي ژوند کوي ٠ د ژبو او کاليو له لحاظه دوي د خوي قوم د خلکو سره هيڅ توپير نه لري خو دوي خپل ځانګړي او خاص دودونه او
رسم رواجونه لري ٠
د دونګ سيانګ د قوم سلف د ترکيې يوه برخه وه چې په منځني اسياکې اوسيده ٠
د کلونو کلونو د تيريدو له امله هغوي د لين سيا ښار ختيځ ته کډه وکړه ، پلو د هغوي خوندور خوراک دی ، سپين ږيري ما فو کانګ په دې ښار کې يو رستوران لري او ښه پلو پخولی شي ، هغه خبريال ته وويل زمونږ د پلو د پخولو دپاره مصالحې ساده دي او د پخلي طريقه مو د نورو ځايونو سره يو شان نه دي ٠ دغه راز زمونږ د پسونو غوښه هم ډيره غوره او نازکه ده ، نو ځکه زمونږ لخوا پوخ شوي پلو ډيرخوندور دی او زيات خوړونکي زما دکان ته راځي٠
د لين سيا په ښار کې نور قومي خلک د باو ان قوم خلک دي او نيکه ګانو يې په مغولي قوم پورې اړه درلوده ٠، په اوولسمه پيړۍ کې د چين د چينګ هاي له ولايت څخه د ګان سو ولايت د لين سيا ښار ته منتقل شول ، د باو ان قوم نارينه خپل قومي لباس اغوندي او په سور کمربند خپله ملا تړي او د باو ان په نامه شمشيريا توره له ځان سره وړي ، د باو ان په نامه شمشيريا توره په شمال لويديځ چېن کې ډير شهرت لري ، غلاف يې هم ډير ښکلي ښکاري ٠
د لين سيا ښار د ګان سو ، چينګ هاي او سي څوان د دريو ولايتونو ترمنځ واقع دی ، يوه حاصلخيزه سيمه ده او خپل ځانګړي کلتوري او خاص ساختماني هنر لري ٠ په دې سيمه کې يو ډول هنر چې پر خښتو باندې ښکلي تصويرونه حکاکي شوي دي په چين کې هم شهرت موندلی دی ، دا ډول هنر په ميلادي لسمه پيړۍ کې رامنځته شوې او پر خښتو باندې راز راز په زړه پوري او ښکلي تصويرونه کښل کيږي ، ددی
ځای د خښتو خام مواد خاص د دا سيا په نامه د سيند په غاړو کې يو ډول خاورې دي کله چې له دغو خاورو څخه خامې خښتې جوړې شوې نو هنرمندان ورباندې ښکلي ښکلې تصويرونه کاږي ، ددوې نه وروسته دغې خامې خښتې په کوره کې د اور په
واسطه پخوي ، ورپسي يوه يوه ښکلې خښته بشپړيږي ٠
د لين سيا په ښار کې دوه مليونه مسلمانان اوسيږي ، هغوي هره ورځ پنځه وخته لمونځونه اداکوي ، هرسهار د ښار په ګوټ ګوټ کې د مؤذنانو اواز اسمان ته پورته کيږي مسلمانان لومړي د سهار لمونځ ادا کوي ، بيا ورتسه خپلو کارونو ته ځي ٠
ګرانو دوستانو همدا اوس مود چين د ګان سو ولايت د لين سيا د ښارپه باب معلومات چې مسلمانان پکې اوسيږي تاسو ته وړاندې کړل ٠