<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-03-11 21:08:38    
ووبانګ ګو او جيا چينګ لين

cri
ګرانو دوستانو د چين د لسم ملي ولسي کانګرس دريمه غونډه او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لسمي ملي کميټې دريمه غونډه اوس دچين په مرکز بيجنګ کې روانې دي ٠اوس مونږ د نوموړو دوو سازمانونو د مشرانو په باب لنډ معلومات تاسو ته وړاندې کوو٠

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې اوسني رئيس وو بانګ ګو

وو بانګ ګو د ١٩٤١ کال د جولاي په مياشت کې د چين د ان خوي ولايت د فۍ دونګ په ښار کې زيږيدلی دی ، د ١٩٦٠ کال نه تر ١٩٦٧ کاله پورې د چين د مشهور پوهنتون يعني د چين د چينګ خوا په نامه پوهنتون کې شامل شو او دنوموړي پوهنتون د راډيويي الکترون په فاکولته کې زده کړه وکړه ، د نوموړي پوهنتون څخه د فارغ کيدو نه وروسته وو بانګ ګو د ١٩٦٧ کال نه تر ١٩٧٦ کاله پوري د چين د شانګهاي په ښارکې د الکتروني ﻻمپونو د توليدولو په دريمه فابريکه کې کاروکړ٠ هغه د ١٩٦٤ کال د اپريل په مياشت کې د چين په کمونست ګوند کې شامل شو، د ١٩٧٦ کال نه تر ١٩٧٨ کاله پوري هغه د فابريکې د ګوندي کميټې د منشي او د فابريکې د مشر په توګه دنده په غاړه درلوده ، ورپسي د شانګهاي ښار د الکتروني الاتو د جوړولو د صنعتي شرکت د مرستيال په توګه وټاکل شو٠ د ١٩٨٣ کال نه تر ١٩٨٥ کاله پوري ووبانګ ګو د چين د کمونست ګوند د شانګهای د ښاري کميتې د دايمي کميسيون د غړي او د علومو او تخنيکونو د کاري کميټې د منشي په حيث کاروکړ ٠، ورپسي وو بانګ ګو د ١٩٨٥ کال نه تر ١٩٩١ کاله پورې د چين د کمونست ګوند د شانګهای د ښاري کميټې د منشي د مرستيال او د ١٩٩١ کال نه تر ١٩٩٢ کاله پوري د شانګهای ښار د ګوندي کميټې د منشي په توګه خپله دنده سرته

ورسوله ٠ په ١٩٩٢ کال کې ووبانګ ګو د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې په سياسي بيورو کې شامل شو او ورپسي هغه د ګوند د مرکزي کميتې د داراﻻنشا د منشي په توګه وټاکل شو ٠په ١٩٩٥ کال کې ووبانګ ګو د چين د صدراعظم د مرستيال په توګه وټاکل شو او په ٢٠٠٢ کال کې هغه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون د غړي په حيث انتخاب شوی دی

ورپسي د ٢٠٠٣ کال په مارچ کې د چين د لسم ملي ولسي کانګرس په لومړي غونډه کې وو بانګ ګو د ملي ولسي کانګرس د دايمي کيمټې د رئيس په توګه انتخاب شوی او تر اوسه پوري همدا دنده په غاړه لري ٠

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لسمې ملي کميټې رئيس جياچينګ لين

جيا چينګ لين د ١٩٤٠ کال د مارچ په مياشت کې د چين د خه بۍ ولايت د بوتو په ښار کې زيږيدلی دی او د ١٩٥٨ کال نه تر ١٩٦٢ کاله پوري د چين د خه بۍ د انجنيري پوهنځي د برقي ماشين الاتو د ديزاين او جوړونې په فاکولته کې زده کړه وکړه ٠ د نوموړي پوهنځي څخه د فارغ کيدونه وروسته هغه د چين د ماشين الاتو د توليدولو د وزارت د مکملو تجهيزاتو په عمومي رياست کې د تخنيکي پرسونل په توګه کاروکړ٠ د ١٩٧٣ کال نه تر ١٩٧٨ کاله پوري جيا چينګ لين د نوموړي وزارت د توليداتو د اداره کولو په رياست کې د مسؤل په توګه کاروکړ٠ ورپسي د ١٩٧٨ کال نه تر ١٩٨٣ کاله پوري هغه د چين د ماشين الاتو او تجهيزاتو د صادراتو او وارداتو د عمومي شرکت د عمومي مدير په حيث دنده په غاړه درلوده ٠ ورپسي جيا چينګ لين د چين د فوجيان د ولايت د ګوندي کميټې د منشي او د نوموړي ولايت د رئيس په

توګه دنده ترسره کړه ٠ په ١٩٩٦ کال او ١٩٩٧ کال کې جياچينګ لين د بيجنګ د ښاروال د کفيل او د ښاروال په توګه کاروکړ ٠

په ١٩٩٧ کال کې جياچينګ لين د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې په سياسي بيورو کې شامل شوی او د ٢٠٠٢ کال د نوامبر په مياشت کې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون د غړي په توګه انتخاب شوی او د ٢٠٠٣ کال د مارچ په مياشت کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لسمې ملي کميټې د رئيس په توګه انتخاب شوی او تر اوسه پورې همدا دنده په غاړه لري ٠