رمز—وانګ جانی اوس خو د اوريدونکو پوښتنو ته د ځواب برخه راسيدلی ده .د چين د عالی دولتی مقتدر ارګان يعنی د چين د ملی ولسی کانګرس کلنې نوبتی غونډه د مارچ په پنځمه نيټه پرانستله شوه .دا د چين د خلکو په سياسی ژوند کی يوه لويه پيښه ګڼله کيږی .ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د ملی ولسی کانګرس د سيستم سره علاقه ښودلی ده . دوی غواړی چه په دې برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی ، نو په دې مناسبت به تاسو د پروګرام په دې برخه کی د چين د ملی ولسی کانګرس د سيستم په باب څه معلومات وړاندی کړی .
وانګ – د چين د ملی ولسی کانګرس سيستم د چين د رژيم تشکيلاتی شکل دی ، په چين کی د دولت ټول واکونه په خلکو پوری اړه لری ، د دولت د اقتدارونو د تطبيق ارګانونه د چين ملی ولسی کانګرس او د محلاتو د بيلا بيلو درجو ولسی کانګرسونه دی . نوموړی کانګرسونه د ديموکراتيکو انتخاباتو له لارې ټاکل کيږی او د خلکو تر نظارت لاندی دی . د چين د بيلا بيلو ادارو ، محکمو او د څارنوالې ارګانونه د بيلا بيلو درجو د ولسی کانګرسونو له خوا رامنځ ته کيږی او د دغو کانګرسونو تر نظارت لاندی دی . په چين کی د چين ملی ولسی کانګرس د دولت عالی مقتدر ارګان دی او د محلاتو د بيلا بيلو ولسی کانګرسونه د محلاتو دولتی مقتدر ارګانونه دی .د چين ملی ولسی کانګرس د ولايتونو ، خود مختارو سيمو ، د مرکزی حکومت تر مستقيمی ادارې لاندې د ښارونو ، خاصو ادارې ناحيو او اردو له خوا د انتخاب شويو نماينده ګانو څخه جوړ شوی دی . د چين د ملی ولسی کانګرس
د ماموريت دوره پنځه کاله ده ، هر کال يو وار د ټولو نماينده ګانوپه ګډون غونډه جوړيږی .د دولت د عالی مقتدر ارګان په توګه د چين ملی ولسی کانګرس تقنينی حق ، د نظارت او د مهمو او سترو پيښو د فيصله کولو حقوق لری . په 1954 کال کی په چين کی د چين د لومړی ملی ولسی کانګرس د لومړی غونډې د جوړيدو نه وروسته دچين ملی ولسی کانګرس په فعاله توګه خپلی دندی اجرا کوی او د چين د ديموکراسۍ او قانونی سيستم د ابادی د پرمخبيولو د پاره يی خپل ستر خدمتونه تر سره کړی .
ګرانو اوريدونکو ، د چين د ملی ولسی کانګرس په کلنی غونډه کی چه د مارچ له پنځمی نيټې نه تر پنځلسمی نيټې پوری په بېجينګ کی جوړه شوه . مونږ په خپلی خپرونی کی مربوط خبرونه وړاندی کړيدی .هيله ده چه تاسو په مداومه توګه مونږ ته ليکونه راوليږی او له خپلو ګټورو مشورو څخه مونږ هم برخمن کړی.